د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور مایک راونډز افغانستان کې د ښځو اوسني وضعیت ته په اشارې ویلي چې ۵ کاله مخکې هم دا حالت د وړاندوینې وړ و.
مایک راونډز د افغان ښځو اوسنی وضعیت خواشینوونکی بللی او زیاته کړې یې ده:« کله چې ولسمشر جوبایډن پرېکړه وکړه چې په ټاکلې نېټه له افغانستانه امریکایي ځواکونه راوباسي، نو موږ ټول پوهېدو چې داسې یو څه امکان لري.»
د نوموړي په وینا، هغه څه چې موږ یې نن شاهدان یوو ډېره خواشینوونکې ده، کاش ولسمشر بایډن داسې پرېکړه نه وه کړې.

