شنبه, جون 20, 2026
Homeافغانستانیوا‌ېن‌ډي‌پي: افغانستان په کې نړۍ د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو له سترو...

یوا‌ېن‌ډي‌پي: افغانستان په کې نړۍ د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو له سترو بحرانونو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، افغانستان په نړۍ کې د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ له سترو بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی، په داسې حال کې چې بېوزلي، وچکالي او طبیعي پېښو د خلکو پر ژوند لا ډېر فشار راوړی.

یوا‌ېن‌ډي‌پي د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې دغه اداره له بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو او همدارنګه له کوربه ټولنو سره کار کوي، څو د ژوند د بېرته رغولو او د اقتصاد بیا ودانېدو بهیر پیاوړی کړي.

د یادې ادارې په وینا، موخه دا ده چې راستنېدونکي او بې‌ ځایه شوي کسان یوازې د ستنېدو تر پړاوه محدود نه شي، بلکې د دوامداره رغېدو، ثبات او د ژوند د شرایطو د ښه کېدو فرصت هم ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د پراخې بې‌وزلۍ، اقلیمي بدلونونو او د میلیونونو راستنېدونکو د اړتیاوو له امله له جدي بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here