شنبه, جون 20, 2026
Homeافغانستاناوچا:میلیونونه راستانه شوي افغانان لا هم له سختو ننګونو سره مخ دي

اوچا:میلیونونه راستانه شوي افغانان لا هم له سختو ننګونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا ویلي چې د ډېرو افغان کورنیو لپاره هېواد ته ستنېدل د ستونزو د پای معنا نه لري، بلکې د نوو ننګونو پیل دی.

د اوچا په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر شپږو میلیونو ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، خو ګڼ شمېر یې هغو سیمو ته تللي چې بنسټیز خدمات، کاري فرصتونه او بشري مرستې پکې محدودې دي.

یاد سازمان د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د راستانه شویو افغانانو د بیارغونې، بیا ادغام او د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

اوچا ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کورنیو اړتیاوې لا هم پراخې دي او د هغوی د خوندي او باعزته ژوند لپاره دوامدارو مرستو ته اړتیا شته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here