شنبه, اگست 1, 2026
Home Blog Page 45

د بلوچستان اوسېدونکي:د پاکستان پوځيان دې زموږ له سیمو ووځي، ټوله ناامني همدوی رامنځته کړې

0

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو د ۳۵ سرتېرو د تښتول کېدو او د ۲۱ کسانو د مړو له موندل کېدو وروسته، یو شمېر ځايي اوسېدونکي د پاکستان د پوځ پر ضد د اعتراضونو لپاره سړکونو ته راوتلي دي.

د راپورونو له مخې، لاریون کوونکو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له بلوچستان څخه یې د پوځ د وتلو غوښتنه کړې ده.

اعتراض کوونکي وايي چې په سیمه کې روانه ناامني د امنیتي ادارو د ناسمو تګلارو پایله ده او ټینګار کوي چې د ستونزو د حل لپاره باید نوې تګلاره غوره شي.

د يادونې وړ ده چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي ستونزو، وسله‌والو بریدونو او سیاسي کړکېچونو له امله له سخت وضعیت سره مخ دی.

د هند او طالبانو حکومت؛د اړیکو د پراختیا لپاره د ګډې کمېټې څلورمه غونډه ترسره کړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، د هند او افغانستان د ګډې کمېټې څلورمه غونډه د دواړو هېوادونو د چارواکو په ګډه مشرۍ ترسره شوه.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، د غونډې پر مهال د هند او طالبانو حکومت ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او نورو دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د همکارۍ پر بېلابېلو برخو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د شاپور ځدران له ویر وروسته؛افغانستان او ازبکستان سبا دوستانه شل اوریزه سیالي ترسره کوي

0

افغانستان د روانې جولای میاشتې په لسمه سبا جمعه، د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه دی او ټاکل شوې دواړه لوبډلې په خوست کرکټ لوبغالي کې یوه دوستانه شل اوریزه لوبه ترسره کړي.

دا لوبه د شپږیز کرکټ لیګ له پیل وړاندې د دواړو لوبډلو د چمتووالي په موخه پلان شوې او د جمعې په ورځ سهار اته بجې به پیل شي.

دغه سیالي په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغان کرکټ له ستر غم سره مخ دی.

د افغانستان کرکټ بورډ نن د ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدران خاورو ته وسپاره، او د ملي لوبډلې لوبغاړي له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هغه د مړینې له امله له روحي او رواني پلوه اغېزمن دي.

سره له دې، ټاکل شوې چې افغان ملي لوبډله د ازبکستان پر وړاندې په خپلې پلان شوې دوستانه سیالۍ کې میدان ته ښکته شي.

کار ساخت دومین فابریکه بزرگ سمنت جبل‌السراج با هزینه ۹۰ میلیون دالر آغاز شد

کارهای عملی ساخت دومین فابریکه بزرگ تولید سمنت در ولسوالی جبل‌السراج ولایت پروان، امروز با حضور مقام‌های ارشد حکومت طالبان آغاز شد.براساس اطلاعات منتشرشده این پروژه با هزینه حدود ۹۰ میلیون دالر از سوی شرکت انکشاف ملی اجرا می‌شود و قرار است طی سه سال تکمیل و به بهره‌برداری برسد.ظرفیت تولید این فابریکه روزانه ۵ هزار تُن سمنت خواهد بود و انتظار می‌رود با آغاز فعالیت آن، بخش قابل توجهی از نیازهای ساختمانی افغانستان از تولیدات داخلی تأمین شده و وابستگی به واردات سمنت کاهش یابد.

وزارت صحت عامه ایران: حملات دو روز اخیر آمریکا ۱۴ کشته و ۷۸ زخمی برجا گذاشت

0

وزارت صحت عامه ایران اعلام کرد که در نتیجه حملات آمریکا به پنج ولایت این کشور طی روزهای ۱۷ و ۱۸ تیر، دست‌کم ۱۴ نفر جان باخته و ۷۸ نفر دیگر زخمی شده‌اند. حسین کرمانپور رئیس مرکز روابط عمومی و اطلاع‌رسانی وزارت صحت عامه ایران، در پیامی در شبکه ایکس نوشت که از میان زخمی‌ها ۴۷ نفر همچنان در بیمارستان‌ها تحت درمان هستند. این نخستین آمار رسمی تلفات منتشرشده از سوی وزارت صحت عامه ایران پس از حملات اخیر آمریکا به شمار می‌رود.

ملا برادر:د هېواد اقتصادي تګلاره د وارداتو پر ځای صادراتو او تولید ته ځانګړې شوې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، د جبل‌السراج د سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې د ودانیزو چارو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغانستان د خپل مناسب جغرافیایي موقعیت، بډایو طبیعي زیرمو او بشري ظرفیتونو له امله د صنعتي پرمختګ پراخ فرصتونه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» اقتصادي تګلاره د هېواد د وارداتي اقتصاد پر ځای د تولید او صادراتو پر بنسټ د یوه پیاوړي اقتصاد رامنځته کولو ته ځانګړې شوې ده.

سرچینې:د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

سیمه ییزو سرچینو حماسه میډیا ته ویلي چې نن پنجشنبه د ننګرهار ولایت اړوند ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه د طالبانو حکومت او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو په نښته کې درنې وسلې کارولي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

مقام‌های حکومت طالبان: آغاز ساخت دومین کارخانه بزرگ تولید سمنت جبل‌السراج گامی مهم به‌سوی خودکفایی و توسعه صنعتی افغانستان است

کار ساخت دومین کارخانه بزرگ تولید سمنت جبل‌السراج در ولایت پروان با حضور شماری از مقام‌های ارشد حکومت طالبان آغاز شد پروژه‌ای که مقام‌ها آن را یکی از مهم‌ترین طرح‌های صنعتی کشور برای کاهش وابستگی به واردات، ایجاد اشتغال و تقویت تولیدات داخلی عنوان کردند.ملا عبدالغنی برادر، معاون اقتصادی ریاست‌الوزرا در مراسم افتتاح این پروژه گفت که ساخت این کارخانه تنها ایجاد یک واحد تولیدی نیست بلکه گامی مهم در مسیر توسعه صنعتی، استقلال اقتصادی افزایش تولیدات داخلی و رفاه آینده افغانستان به شمار می‌رود. او تأکید کرد که افغانستان با برخورداری از منابع طبیعی نیروی انسانی و موقعیت جغرافیایی مناسب ظرفیت بالایی برای رشد صنایع دارد.ملا عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست‌الوزرا نیز این پروژه را بخشی از برنامه‌های حکومت طالبان برای توسعه زیربناهای اقتصادی دانست و گفت که با بهره‌برداری از این کارخانه، هزاران فرصت شغلی ایجاد خواهد شد. به گفته او، در این کارخانه از سیستم‌های اتوماتیک مطابق با معیارهای بین‌المللی برای تولید سمنت استفاده خواهد شد.ملا هدایت‌الله بدری وزیر معادن و پترولیم اعلام کرد که تاکنون قرارداد تولید سمنت با ۹ شرکت امضا شده و با تکمیل این پروژه‌ها، برای حدود ۱۰ هزار نفر زمینه کار فراهم می‌شود. او افزود که این کارخانه نقش مهمی در خودکفایی افغانستان در تولید سمنت خواهد داشت.همچنین، ملا محمد یونس آخندزاده، وزیر آب و انرژی بر همکاری حکومت، بخش خصوصی و مردم برای اجرای پروژه‌های توسعه‌ای تأکید کرد و خودکفایی اقتصادی را در گرو عملی‌شدن چنین طرح‌هایی دانست.مولوی احمدجان بلال رئیس عمومی شرکت‌های امارتی، آغاز این پروژه را «گامی تازه در انقلاب صنعتی افغانستان» خواند و گفت که با آغاز تولید واردات سمنت کاهش یافته و فرصت‌های شغلی بیشتری ایجاد خواهد شد.در همین حال شیخ عزیزالرحمن منصور، والی پروان، با اشاره به فراهم بودن شرایط امنیتی از سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی خواست تا از ظرفیت‌های این ولایت برای سرمایه‌گذاری استفاده کنند و از آمادگی اداره محلی برای همکاری همه‌جانبه خبر داد.

د پيسو نړيوال صندوق:د انرژۍ بحران د نړۍ اقتصادي وده ۳ سلنې ته راکمه کړې

0

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د ۲۰۲۶ کال لپاره د نړیوال اقتصاد د ودې وړاندوینه د روان کال په دوهم ځل راکمه کړې او ویلي یې دي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د جګړې له امله رامنځته شوی د انرژۍ بحران لا هم پر نړیوال اقتصاد منفي اغېزې لري.

د صندوق په تازه راپور کې راغلي چې تمه ده نړیوال اقتصاد به په ۲۰۲۶ کال کې ۳ سلنه وده وکړي، په داسې حال کې چې د اپرېل په راپور کې دا کچه ۳.۱ سلنه اټکل شوې وه.

د دغه صندوق په وینا، که څه هم د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې د پانګونې زیاتوالی د اقتصادي ودې ملاتړ کوي، خو د انرژۍ د بیو لوړوالی د ودې پر وړاندې لوی خنډ دی.

د راپور له مخې، نړیوال اقتصاد به په ۲۰۲۷ کال کې بېرته ۳.۴ سلنه ودې ته ورسېږي، چې بیا هم د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د اوسط ودې څخه لږه ټیټه ده.

دې صندوق همداراز اټکل کړی چې نړیوال انفلاسیون به سږ کال ۴.۷ سلنې ته لوړه شي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دا کچه ۴.۱ سلنه وه. تمه کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به انفلاسیون بېرته ۳.۹ سلنې ته راټیټ شي.

د صندوق د څېړنیزې څانګې مرستیالې، پېتیا کویوا بروکس ویلي، اوسنی نړیوال اقتصادي وضعیت د دوو متضادو عواملو تر اغېز لاندې دی؛ له یوې خوا د منځني ختیځ جګړې له امله د انرژۍ دوامدار بحران او له بلې خوا د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې چټک زیاتوالی.

دغه صندوق خپله وړاندوینه پر دې بنسټ کړې چې د هرمز تنګی به د جولای له نیمايي وروسته په تدریج بېرته پرانیستل شي او تر راتلونکي مارچ پورې به د جګړې له مخکې حالت ته نږدې شي.

خو راپور وايي چې د هرمز تنګي له لارې سمندري لېږد لا هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی.

د سمندري معلوماتو د «Kpler» ادارې د شمېرو له مخې، د سې شنبې په ورځ یوازې ۴۱ بېړۍ له دغه تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې د جګړې تر پیل مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰ بېړۍ ترې تېرېدلې.

په همدې حال کې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته چې ویلي یې وو د امریکا او ایران اوربند پای ته رسېدلی، د نړیوالو بازارونو د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې.

د برېنټ خام نفت بیه تر یوې مودې پورې له ۷۹ ډالرو فی بېرل هم واوښته او د سپټمبر د قراردادونو بیه ۷۸.۷۶ ډالرو ته ورسېده، چې د تېرې اوونۍ په پرتله نږدې اته ډالره لوړه ده.

ياد صندوق په خپل راپور کې دا هم ویلي چې امریکا به په ۲۰۲۶ کال کې د پرمختللو اقتصادونو ترمنځ تر ټولو چټکه اقتصادي وده ولري.

د صندوق د اټکل له مخې، د امریکا اقتصاد به ۲.۳ سلنه، د یورو زون ۰.۹ سلنه، بریتانیا ۱ سلنه، کاناډا ۱.۱ سلنه، جاپان ۰.۶ سلنه او د چین اقتصاد به ۴.۶ سلنه وده وکړي.

شاپور ځدراڼ؛د کابل په نادر خان تپه کې د تل لپاره خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ نن د کابل په نادر خان تپه کې د زرګونو هېوادوالو، ورزشکارانو او دولتي چارواکو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې لمونځ نن سهار لس بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو، چې پکې د افغانستان ملي لوبغاړو، ورزشکارانو، د طالبانو حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو او لسګونو زرو هېوادوالو ګډون کړی و.

د کرکټ ملي لوبغاړو خپل همسنګره ملګری په خپلو لاسونو د خاورو سپارلو ځای ته یووړ او د هغه د روح د آرام لپاره یې د دعا لاسونه لپه کړل.

شاپور ځدراڼ د جولای په اوومه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله په هند کې وفات شو او تېره ورځ یې مړی افغانستان ته راوړل شو.

د راپورونو له مخې، د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ګډون او د درناوي لپاره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو زرګونه مینه وال کابل ته تللي وو.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له پېژندل شوو لوبغاړو څخه و، چې د هېواد لپاره یې په نړیوالو سیالیو کې مهمې لوبې ترسره کړې او د افغان کرکټ په لومړنیو پرمختګونو کې یې مهم رول درلود.