پنجشنبه, جولای 9, 2026
Homeافغانستانشاپور ځدراڼ؛د کابل په نادر خان تپه کې د تل لپاره خاورو...

شاپور ځدراڼ؛د کابل په نادر خان تپه کې د تل لپاره خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د کرکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ نن د کابل په نادر خان تپه کې د زرګونو هېوادوالو، ورزشکارانو او دولتي چارواکو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې لمونځ نن سهار لس بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو، چې پکې د افغانستان ملي لوبغاړو، ورزشکارانو، د طالبانو حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو او لسګونو زرو هېوادوالو ګډون کړی و.

د کرکټ ملي لوبغاړو خپل همسنګره ملګری په خپلو لاسونو د خاورو سپارلو ځای ته یووړ او د هغه د روح د آرام لپاره یې د دعا لاسونه لپه کړل.

شاپور ځدراڼ د جولای په اوومه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله په هند کې وفات شو او تېره ورځ یې مړی افغانستان ته راوړل شو.

د راپورونو له مخې، د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د ګډون او د درناوي لپاره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو زرګونه مینه وال کابل ته تللي وو.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ له پېژندل شوو لوبغاړو څخه و، چې د هېواد لپاره یې په نړیوالو سیالیو کې مهمې لوبې ترسره کړې او د افغان کرکټ په لومړنیو پرمختګونو کې یې مهم رول درلود.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here