افغانستان د روانې جولای میاشتې په لسمه سبا جمعه، د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه دی او ټاکل شوې دواړه لوبډلې په خوست کرکټ لوبغالي کې یوه دوستانه شل اوریزه لوبه ترسره کړي.
دا لوبه د شپږیز کرکټ لیګ له پیل وړاندې د دواړو لوبډلو د چمتووالي په موخه پلان شوې او د جمعې په ورځ سهار اته بجې به پیل شي.
دغه سیالي په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغان کرکټ له ستر غم سره مخ دی.
د افغانستان کرکټ بورډ نن د ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدران خاورو ته وسپاره، او د ملي لوبډلې لوبغاړي له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هغه د مړینې له امله له روحي او رواني پلوه اغېزمن دي.
سره له دې، ټاکل شوې چې افغان ملي لوبډله د ازبکستان پر وړاندې په خپلې پلان شوې دوستانه سیالۍ کې میدان ته ښکته شي.

