سرچینې وایي، په ایران کې پر مېشت افغان مجاهد شخصیت اسماعیل خان برید شوی.
معلومات ښیي چې نوموړی د نامعلومو کسانو له خوا په چړو وهل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
تراوسه د اسماعیل خان د روغتیایي وضعیت په اړه معلومات نشته او نه هم کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت منلی دی.

