پنجشنبه, جولای 9, 2026
Homeکورپاڼهد بلوچستان اوسېدونکي:د پاکستان پوځيان دې زموږ له سیمو ووځي، ټوله ناامني...

د بلوچستان اوسېدونکي:د پاکستان پوځيان دې زموږ له سیمو ووځي، ټوله ناامني همدوی رامنځته کړې

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو د ۳۵ سرتېرو د تښتول کېدو او د ۲۱ کسانو د مړو له موندل کېدو وروسته، یو شمېر ځايي اوسېدونکي د پاکستان د پوځ پر ضد د اعتراضونو لپاره سړکونو ته راوتلي دي.

د راپورونو له مخې، لاریون کوونکو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له بلوچستان څخه یې د پوځ د وتلو غوښتنه کړې ده.

اعتراض کوونکي وايي چې په سیمه کې روانه ناامني د امنیتي ادارو د ناسمو تګلارو پایله ده او ټینګار کوي چې د ستونزو د حل لپاره باید نوې تګلاره غوره شي.

د يادونې وړ ده چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي ستونزو، وسله‌والو بریدونو او سیاسي کړکېچونو له امله له سخت وضعیت سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here