شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 40

سپاه پاسداران امريکا ته:که پر ايران بیا برید وشي، متفاوت ځواب به وګورئ

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د امریکا د پوځ د وروستي برید د سرچینې په توګه یې د هرمزګان ولایت د سیریک ټاپو اړوند هدف په نښه کړی او واشنګټن ته یې د احتمالي راتلونکو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ځواک هوافضا څانګې امریکا ته پیغام ورکړی چې که ورته بریدونه تکرار شي؛ نو د ایران غبرګون به په بشپړه توګه متفاوت وي او د پایلو مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

ایراني ځواکونو د برید د احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي او تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

بل لور ته، د کویټ چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونه د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي بریدونو پر وړاندې فعال شوي او د ځینو ګواښونو مخه یې نیولې ده.

کویټ په خپله اعلامیه کې د بریدونو د سرچینې یا د ایران نوم ته اشاره نه ده کړې.

د ښځو نړیوال جام؛ټولې لوبڅارانې او ریفریانې بیا هم ښځې وټاکل شوې

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ښځو شل اوریز نړیوال جام راتلونکي پړاو لپاره د ښځینه لوبڅارانو او د لوبې د ناظرانو بشپړ پلاوی اعلان کړ.

په ټولیز ډول د شل اوریز نړیوال جام د ۳۳ سیالیو لپاره ۱۴ ښځینه لوبڅارانې او ۴ د لوبو ریفریانې ګمارل شوي دي. د ۲۰۲۴ کال د ټورنمنټ د لوبڅارانو له ډلې ۹ یې یو ځل بیا د راتلونکې سیالۍ لپاره غوره شوي دي.

دا به د ښځو د شل اوریز نړیوال جام پرله‌پسې درېیم پړاو وي چې د لوبو د څارنې او قضاوت ټوله ډله یوازې له ښځینوو جوړه وي.

یاد نړیوال جام د جون په دولسمه د (۱۲) لوبډلو تر منځ انګلېنډ کې پیلیږي چې د جولای تر پنځمې به دوام وکړي.

د سیمې وروستي پرمختګونه؛د ایران، لبنان او سوریې په محور کې تازه پوځي او سیاسي پرمختګونه

د منځني ختیځ په وروستیو تحولاتو کې د ایران، اسرائیلو او لبنان ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران د احتمالي هوکړې په اړه هم بېلابېل دریځونه څرګند شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د جګړې د پای ته رسېدو او له امریکا سره د خبرو د دوام په اړه تر هغه وخته ټولې څرګندونې «اټکلونه» دي، څو چې وروستۍ هوکړه نه وي شوې.

بل لور ته، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې پوځ ته یې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پراخولو امر کړی دی.

د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز هم اعلان کړی چې اسرائیلي ځواکونه به د لبنان په جنوب کې د بوفور کلا په ستراتیژیکه سیمه کې خپل حضور وساتي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد په جنوب کې د اسرائیلو د سهارنیو هوايي بریدونو له امله اته کسان وژل شوي چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې، د لبنان په العباسیه ښارګوټي کې د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

همداراز د صور بندري ښار او د هېواد په جنوب کې د یوه روغتون شاوخوا سیمو کې په څو بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

په اقتصادي برخه کې، ایراني چارواکو ویلي چې د جنوبي پارس د ګازو په ستره حوزه کې د سمندر له درېیو تولیدي پلیټفارمونو څخه د ګازو تولید بېرته پیل شوی دی.

دغه تاسیسات د مارچ میاشتې په بریدونو کې زیانمن شوي وو.

په ورته وخت کې راپورونه وایي چې اسرائیلي ځواکونو د سوریې په جنوب کې هم نوي عملیات ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، ځواکونو د قنیطرې او درعا ولایتونو ځینو سیمو ته ننوتلي، لنډمهالي پوستې یې جوړې کړې، ملکي وګړي او موټرونه یې تلاشي کړي او وروسته له سیمې وتلي دي.

د دغو تحولاتو سره، په سیمه کې د امنیتي وضعیت او احتمالي سیاسي پرمختګونو په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

سینټکام:د ایران د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو پر مرکزونو مو دفاعي بریدونه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د اوونۍ په پای کې یې د ایران په جنوب کې د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو اړوندو مرکزونو پر ضد «د ځان‌دفاعي بریدونه» ترسره کړي دي.

سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه د ګورُک ښار او قشم ټاپو کې پر هغو ځایونو شوي چې د ایران د رادار او ډرون فعالیتونو سره تړاو لري.

د امریکايي پوځ په وینا، دا عملیات د خپلو ځواکونو او شتمنیو د خوندیتوب لپاره ترسره شوي او موخه یې د احتمالي ګواښونو مخنیوی و.

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د احتمالي زیانونو یا مرګ‌ژوبلې په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

راشد خان:ورزش انسان ته د ژوند تر ټولو سخت درس ور زده کوي

افغان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان له تېرو څو کلونو هند غوره لیګ کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې په ګټه لوبېږي.

تېر دوو فصلونو کې د نوموړي کارکردګي د پام وړ نه وه، تېره شپه یې پایلوبه کې بنګلور ته ماتې ومنله.

راشد خان په لوبډلې خپل باور او ویاړ ښودلی او زیاته کړې یې ده «پر خپلې لوبډلې ډېر ویاړم او تر دې هم زیات د مینه‌ والو له ملاتړ او مینې منندوی یم».

فاکس نیوز:مجتبی خامنه‌يي د «نوې اسلامي تمدن» تر شعار لاندې د امریکا ضد سیمه‌ییز ائتلاف جوړول غواړي

فاکس نیوز په یوه راپور کې لیکلي چې د ايران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي د ډونالډ ټرمپ د هغو هڅو په غبرګون کې چې غواړي د ابراهیم تړون پراخ کړي، د امریکا تر مشرۍ لاندې نظم پر ضد د یوه سیمه‌ییز ائتلاف د جوړولو هڅه کوي او غواړي د «نوې اسلامي تمدن» تر بیرغ لاندې د منځني ختیځ هېوادونه سره راټول کړي.

په راپور کې راغلي چې مجتبی خامنه‌يي د امریکا د نفوذ پر ضد په منځني ختیځ کې یو سیاسي او ایډیالوژیک کمپاین پیل کړی او هڅه کوي د سیمې هېوادونه د تهران تر مشرۍ لاندې د اسلامي یووالي پر لور وهڅوي.

فاکس نیوز وايي چې د تهران وروستي تحرکات یوازې څو ساعته وروسته له هغه پیل شول، کله چې ټرمپ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، مصر، اردن او بحرین له مشرانو سره د ابراهیم تړون د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

ټرمپ همدارنګه د مې په ۲۵مه په ټروث سوشيال ټولنیزه شبکه کې د دې تړون د پراختیا ملاتړ کړی و.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، یوه ورځ وروسته مجتبی خامنه‌يي په ایکس کې په هغه پیغام کې چې ده ته منسوب شوی، د «نوې اسلامي تمدن» د جوړېدو غوښتنه وکړه او له اسلامي دولتونو یې وغوښتل چې د اسلامي امت د پرمختګ او د اسلامي نړۍ د ستونزو د حل لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.

له ادعا تر اندېښنې؛مرهون د افغان سیاستوالو پر دریځونو پوښتنې راپورته کړې

د پوهنتون استاد محمد مرهون د محمود خان اڅکزي د وروستیو څرګندونو او ورپسې راپارېدلو غبرګونونو ته په اشارې ویلي چې ځینې افغان سیاستوال په یوه سیاسي پاراډاکس کې راګیر ښکاري.

مرهون په یوه تبصره کې ویلي، هغه کسان چې تل ادعا کوي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتانه د افغانستان تذکرې او افغان هویت ته لېوالتیا نه لري، اوس ولې د دې موضوع په مطرح کېدو دومره حساس او اندېښمن شوي دي.

مرهون همداراز ویلي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنو پر ضد د ځینو منتقدانو تر ټولو جدي نیوکې د پاکستان له نفوذ سره تړل کېږي؛ خو په عین حال کې همدغه منتقدان د پاکستان تر شاه کله ناکله د هغو روایتونو ملاتړ کوي چې د ده په باور، له لسیزو راهیسې د افغانستان د سیاسي کړکېچونو له مهمو عواملو څخه ګڼل شوي دي.

هغه پوښتنه کړې:« ایا دا نه ښکاري چې زموږ مشکل له واکمنو ایډیالوژیک او د دغو عزیزانو شخصي او نور مسایل دي؟»

د افغان تذکرې په اړه؛د محمود خان اڅکزي وړاندیز پراخ غبرګونونه راپارولي

د پاکستان د اپوزیسیون مخکښ سیاستوال محمود خان اڅکزي هغه څرګندونې چې پکې یې د پاکستان پښتانه د افغانستان د تذکرو اخیستو ته هڅولي، د افغان سیاسي څېرو او فعالانو توند غبرګونونه راپارولي دي.

اڅکزي په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې میلیونونه پاکستانیان د نورو هېوادونو دوه‌ګونی تابعیت لري او په خبره یې، «هر پښتون باید د افغانستان تذکره ترلاسه کړي او خلکو ته یې ښکاره کړي.»

نوموړي همداراز د ډیورنډ کرښې اغزن تار ته په اشارې ویلي چې دا د امریکا په امر لګول شوی دی.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه ټینګار کړی چې د افغانستان ځوان نسل باید د هېواد په کورنیو چارو کې دا ډول مداخلې او ادعاوې په کلکه رد کړي.

د هغه په وینا، د افغانستان خپلواک هویت او ټولنیز جوړښت باید د پولې هاخوا د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.

اندیشه خبرداری ورکړی چې د قومي پولو هاخوا ملتپالنه کولی شي سیمه د بې‌ثباتۍ او شخړو پر لور بوځي او د شلمې پېړۍ ځینې تاریخي تجربې تکرار کړي.

بل لور ته، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي ویلي چې تابعیت، دوه‌ګونی تابعیت او ملي پېژندپاڼه قانوني پروسې دي او د سیاسي اعلامیو له لارې نه ورکول کېږي.

هغې له اڅکزي پوښتنه کړې چې ولې فکر کوي یوازې یوه سیاسي اعلامیه یو څوک د افغانستان د تذکرې اخیستو مستحق ګرځولی شي.

د طالبانو او روسیې تر منځ د تړون ګټې او تاوان!

لیکوال: شاه محمود میاخیل

که څه هم د طالبانو او روسیې تر منځ د تړون محتوا پټه ده، د حقوقي اړخه دا ډول تړونونه د یو غیر مشروع او غیر قانونمند حاکمیت سره حقوقي ارزښت نه لري، خو په سیمبولیک ډول دغه ډول تړونونه په اوس وخت کې د افغانستان په ګټه نه دي. افغانستان بیا د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز ګرځي.

په دې بحث نه کوو چې په تیرو پنځو لسیزو کې څه وشول. چپي سیاسي مشران او احزاب، د اسلام په نوم جنګي ډلې او حکومتونه، څنګه د شرق او غرب د نفوذ او ګټو لپاره افغانستان او هم پخپله قرباني شول. څنګه د دې ډلو او احزابو مشرانو او غړو د خپل هیواد د ورانولو پروژې په شوق او ذوق سره عملي کولې او څنګه یې اسلامي او غیر اسلامي شعارونه د خپلو خلکو د وژلو لپاره ورکول.

د ملامت او سلامت خبیثه دایره باندې جلا جلا بحثونه شوي او کیږي به. د هر دور په ښو او بدو باندې جلا جلا قضاوت کیږي او د یوې دورې بد د بلې دورې بدو ته برئت نشي ورکولې.

راځو اوسني حالت ته.

د روسانو یا نورو هیوادونو سره د ستراتیژیک تړونونو امضا کول او اړیکې ساتل د هر هیواد حق دی خو خبره دا ده چې ایا دا تړونونه د افغانستان د ګټو او ثبات په خاطر دي که افغانستان یو ځل بیا به د نورو د ګټو لپاره قرباني کیږي او یوازې یو څو کسه او یوه ډله به د دغه تړونونو او اړیکو نه مقطعي ګټه تر لاسه کوي؟

پخوا مې هم یادونه کړې که د دنیا جیوپالیټیکس ته نظر واچول شي، افغانستان باید د هیڅ یو هیواد سره ستراتیژیک تړونونه امضا نه کړي ځکه پدغه تړونونو د افغانستان په خیر نه دي ځکه نور هیوادونه دا تړونونه د افغانستان د ګټو په خاطر نه امضا کوي بلکې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر دا لوبې کوي. روسیه په دې وخت کې نشي کولې او نه واقعا غواړي چې د افغانستان سره مالي او پوځي مرستې وکړې شي.

بل سوال دا دی چې ایا روسیه د افغانستان ستراتیژیک دوست هیواد دی که نه؟ که دوست هیواد وي، نو بیا د طالبانو یا افغانستان مقابل لورې سترانیژیک دښمن هیواد کوم یو دی؟ کله چې یو هیواد ستراتیژیک دوست وي، بیا ته اړیکې د بل ستراتیژیک دښمن هیواد د ضرر د دفع په خاطر امضا کوي. دا خبره بېمنطقه ده چې طالبان وایي چې دوی د هر هیواد سره که وغواړي تیار دي چې مشابه تړونونه امضا کړي. نور هیوادونه د افغانستان غوندې بېمنطقه خبرې نه کوي او نه د دنیا هیوادونه افغانستان ته محتاجه دي چې د طالبانو سره تړونونه امضا کړي. طالبان دا خبرې یوازې په دې خاطر کوي که دوی دا ډول تړونونه امضا کړي، نو دوی به نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.

خو زما په اند، دا ډول تړون، نور هم د نړیوال مشروعیت مسله د دوی لپاره مغلقه کوي او نړیوال مشروعیت نشي تر لاسه کولې. د افغانستان نړیوال مشروعیت په اوله برخه کې د افغانانو د ولسي مشروعیت پورې تړاو لري. که ولسي مشروعیت نه وي، نړیوال مشروعیت نشي تر لاسه کیدلې او که تر لاسه هم شي، اهمیت نه لري.

که خبره د شف شف نه وکاږو، تر څو چې امریکا طالبان په رسمیت ونه پیژني، زیات هیوادونه افغانستان په رسمیت نه پیژني. د ملګرو ملتونو په کچه د امریکا رول مهم دی ځګه امریکا د ویتو رایه لري. که څه هم روسانو او چین تر یوه حده، طالبان په رسمیت پیژندلي، خو تر د امریکا د رایه نه په غیر نشي کولې یا نه غواړي چې د طالبانو مشران د ملګرو ملتونو د تور لست نه وکاږي. تر څو چې د طالبانو مشران، د ملکرو ملتونو د تور لست نه وتلي نه وي، طالبان په رسمیت نه پیژندل کیږي. امریکا او اروپا د طالبانو موجوده حاکمیت چې په کوم شکل روان دی، هیڅکله په رسمیت نه پیژني.

ولې دا ډول تړونونه په اوس وخت کې د افغانستان په ګته نه دي؟
ځکه افغانستان نشي کولې چې لس هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. که یوه هندوانه په لاس کې نیسي، نورې ترې غورځیږي. ایا دا امکان لري چې عیني تړون افغانستان د پاکستان او هند سره امضا کړي؟ ایا دا امکان لري چې عین تړون د اوکراین سره امضا کړي؟ یا عینې تړون د امریکا، عربو، اروپا، اسرایلو، چین او ایران سره امضا کړي؟

نه دا هیڅ امکان نه لري ځکه هر هیواد د یو بل په ضد متضادې ګټې لري. افغانستان د سیمې او دنیا په دغه لویو لوبو کې وړوکۍ او ضعیفه هیواد دی او ژر د نورو د ګټو او رقابتونو قرباني کیدلې شي. داسې تړونونه هغه وخت یو هیواد امضا کوي چې د ستراتیژیک دوست او دښمن نه واضحه تعریف موجود وي.

که په اوس وخت کې افغانستان د هر هیواد سره ستراتیژیک تړونونه امضا کوي، د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه لري. په دې هم بحث نه کوو چې د یو مشروع او غیر قانونمند حاکمیت تړونونه حقوقي ارزښت لري او که نه.

په اوس وخت کې د افغانستان لپاره دا مهمه ده چې په خپلو داخلي مسایلو او ولسي مشروعیت فکر وکړي. د طالبانو او هم د افغانستان د هر حکومت پالیسي باید دا وي چې افغانستان به هیچا ته تهدید نه وي او هم د نورو هیوادونو نه باید وغواړي چې په عوض د دې چې افغانستان د سیمې او نړۍ د رقابتونو مرکز شي، ښه به دا وي چې افغانستان د سیمې او نړۍ د همکارې مرکز شي. خو دا اطمینان سیمې او نړۍ ته هغه وخت ورکول کیدلې شي چې په افغانستان کې مشروع، ولسواکه او قانونمند نطام موجود موجود وي. د پټ او نامعلومه مشر په موجودیت کې سیمه او نړۍ هم د افغانستان سره یوازې استخباراتي معاملې او لوبې کوي او دا پټې او استخباراتي لوبې د افغانستان په خیر نه دي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د لبنان د پارلمان مشر: د حزب‌الله د اوربند تضمین کولی شم، خو د اسرائیل لاس به څوک ونیسي؟

د لبنان د پارلمان مشر نبي بري ویلي، دی کولی شي تضمین ورکړي چې حزب‌الله به د هر ډول اوربند پرېکړې ته په بشپړه، هر اړخیزه او سمدستي توګه ژمن پاتې شي.
خو نوموړي پوښتنه کړې چې څوک به وکولای شي اسرائیل دې ته اړ کړي چې پر لبنان خپل روان بریدونه او پوځي عملیات ودروي.

بري ټینګار کړی چې د اوربند د بریالي کېدو لپاره باید دواړه لوري جګړه ودروي او یوازې د یوه لوري ژمنتیا بسنه نه کوي.

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې لا هم روانې دي او اسرائیلي ځواکونو په سوېلي لبنان کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي. اسرائیل وایي هدف یې د حزب‌الله د پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي، خو لبناني چارواکي وایي دغو عملیاتو ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي دي.

هم مهاله د لبنان لومړي وزیر هم د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د روانې شخړې د حل یوازنۍ لار سیاسي خبرې اترې دي.