د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د امریکا د پوځ د وروستي برید د سرچینې په توګه یې د هرمزګان ولایت د سیریک ټاپو اړوند هدف په نښه کړی او واشنګټن ته یې د احتمالي راتلونکو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ځواک هوافضا څانګې امریکا ته پیغام ورکړی چې که ورته بریدونه تکرار شي؛ نو د ایران غبرګون به په بشپړه توګه متفاوت وي او د پایلو مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.
ایراني ځواکونو د برید د احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي او تر اوسه د مرګژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
بل لور ته، د کویټ چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونه د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د احتمالي بریدونو پر وړاندې فعال شوي او د ځینو ګواښونو مخه یې نیولې ده.
کویټ په خپله اعلامیه کې د بریدونو د سرچینې یا د ایران نوم ته اشاره نه ده کړې.

