د پوهنتون استاد محمد مرهون د محمود خان اڅکزي د وروستیو څرګندونو او ورپسې راپارېدلو غبرګونونو ته په اشارې ویلي چې ځینې افغان سیاستوال په یوه سیاسي پاراډاکس کې راګیر ښکاري.
مرهون په یوه تبصره کې ویلي، هغه کسان چې تل ادعا کوي د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتانه د افغانستان تذکرې او افغان هویت ته لېوالتیا نه لري، اوس ولې د دې موضوع په مطرح کېدو دومره حساس او اندېښمن شوي دي.
مرهون همداراز ویلي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنو پر ضد د ځینو منتقدانو تر ټولو جدي نیوکې د پاکستان له نفوذ سره تړل کېږي؛ خو په عین حال کې همدغه منتقدان د پاکستان تر شاه کله ناکله د هغو روایتونو ملاتړ کوي چې د ده په باور، له لسیزو راهیسې د افغانستان د سیاسي کړکېچونو له مهمو عواملو څخه ګڼل شوي دي.
هغه پوښتنه کړې:« ایا دا نه ښکاري چې زموږ مشکل له واکمنو ایډیالوژیک او د دغو عزیزانو شخصي او نور مسایل دي؟»

