شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 39

د طالبانو حکومت:د افغان حاجیانو د راستنېدو لړۍ پیل شوه

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د حج د مراسمو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته د حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر پیل شوی او ټاکل شوې ده زرګونه حاجیان په راتلونکو څو اوونیو کې هېواد ته راستانه شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان به په دوو پړاوونو کې د کابل، بلخ، کندهار او هرات هوايي زونونو له لارې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د راستنېدو د لړۍ په لومړۍ الوتنه کې ۳۴۶ حاجیان د سعودي عربستان له جدې ښار څخه کابل ته راورسېدل.

دغه حاجیان د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وو او د مسؤلو چارواکو له لوري یې هرکلی وشو.

چارواکي وایي، د حاجیانو د انتقال ټول بهیر به د ۹۷ الوتنو له لارې ترسره شي او تمه ده چې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې بشپړ شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ډاډ ورکړی چې د حاجیانو د منظم او خوندي انتقال لپاره لازم تدابیر نیول شوي او ټولې چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې پر مخ روانې دي.

د فوټبال نړیوال جام لپاره نوې پرېکړه؛د ګول ساتونکي د ټپي کېدو پر مهال لوبغاړي له میدان نه شي وتلی

د فیفا د ریفریانو مشر پیر لویجي کولینا ویلي، د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پر مهال به د ګول ساتونکي د ټپي کېدو پر وخت لوبغاړو ته اجازه نه وي چې د میدان له کرښې تخنیکي ځایونو ته ولاړ شي او له روزونکو سره خبرې وکړي.

دا پرېکړه د دې لپاره شوې څو هغه طریقه بنده شي چې ځینې لوبډلې د ګول ساتونکي د ټپي کېدو په پلمه د لوبې جریان دروي او روزونکي خپلو لوبغاړو ته لنډې لارښوونې ورکوي.

فیفا وایي ریفریان به دا قانون په جدي ډول عملي کوي څو لوبه عادلانه او د جریان له ماتېدو پرته روانه وي.

همدارنګه د فوټبال د نړیوالو قوانینو بورډ (IFAB) هم د (VAR) په اصولو کې د بدلون هڅه کوي څو هغه تېروتنې هم وڅېړل او اصلاح شي چې د لوبې له پیل مخکې ترسره کېږي.

د نوې تګلارې موخه دا ده چې د “ټاکټیکل ټایم‌آوټ” مخه ونیول شي او په میدان کې غیر ضروري دمې کمې شي څو د فوټبال لوبه نوره هم چټکه او منظمه پاتې شي.

د هوا تودوخې؛په بریتانیا کې د آسیایي مچۍ د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په بریتانیا کې د هوا د تودوخې لوړېدل ښايي د آسیایي مچيو د شمېر د چټک زیاتوالي لامل شي او د دغو یرغلګرو حشراتو د پراخېدو بهیر لا ګړندی کړي.

د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې ۲۰۲۶ کال به د بریتانیا له تر ټولو ګرمو کلونو څخه وي.

څېړونکي وایي، غیرمعمولي تودوخه د آسیایي مچۍ ملکې هڅوي چې ژر راووځي او نوې ځالې جوړې کړي.

آسیایي مچۍ د شاتو مچیو او نورو حشراتو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

ویل کېږي چې یوه ډله یې په یوه فصل کې شاوخوا ۱۱ کیلوګرامه حشرات خوري، چې د هغو درېیمه برخه د شاتو مچۍ جوړوي.

دا حشرات لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې په بریتانیا کې ولیدل شول، خو تېر کال کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د لومړي ځل لپاره یې ژمی په بریالیتوب تېر کړی او بقا یې ثابته شوې ده.

د راپورونو له مخې، په بریتانیا کې د دغو مچيو د ځالو شمېر ۱۶۱ ته رسېدلی، حال دا چې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۲۴ ځالې ثبت شوې وې.

متخصصین وایي، یوه ځاله کولی شي لسګونه نوې ملکې تولید کړي او که یوه ځاله له پامه وغورځول شي، راتلونکی کال به لسګونه نورې ځالې رامنځته شي.

کارپوهان اندېښنه لري چې اوس د دغو مچيو لیدل یوازې ساحلي سیمو پورې محدود نه دي، بلکې د هېواد دننه سیمو ته هم خپاره شوي دي.

د دوی په باور، اوس د بشپړې له منځه وړنې پر ځای د اوږدمهال مدیریت پړاو ته رسېدلي دي.

دغه مچۍ چې پخوا یوازې د سوېل ختیځې اسیا په هېوادونو کې موندل کېدل، د اقلیمي بدلون او تودوخې د لوړېدو له امله د اروپا بېلابېلو سیمو ته هم رسېدلي دي.

ډونالډ ټرمپ:ایران ریښتیا هم یوې هوکړې ته لېواله دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران په رښتینې توګه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅه کوي او باور لري چې احتمالي توافق به د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره ګټور وي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشیال کې لیکلي: «ایران واقعاً غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، او دا به د امریکا او زموږ د متحدینو لپاره یوه ښه هوکړه وي.»

نوموړي خپلو منتقدانو ته په خطاب کې ویلي چې باید ارام پاتې شي، ځکه د ده په وینا، په پای کې به هر څه ښه تمام شي.

د امریکا ولسمشر همداراز د خپلو سیاسي مخالفانو پر دریځونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینې ډیموکراټان او یو شمېر جمهوري غوښتونکي په دوامداره توګه متضادې غوښتنې مطرح کوي؛ کله ترې غواړي چې چټک اقدام وکړي، کله ورو حرکت وکړي، کله جګړې ته داخل شي او کله هم له جګړې ډډه وکړي.

د ټرمپ په وینا، دغه ډول پرله‌پسې فشارونه او سیاسي څرګندونې د ده لپاره د مذاکراتو بهیر او د سمې پرېکړې نیول لا ستونزمن کوي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت؛د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د بررسۍ نوی قانون نافذ کړ

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د غایبو او مفقودو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ قانون د شیخ هبت‌الله له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور او نافذ شوی دی.

د وزارت په وینا، دغه قانون یوه مقدمه، څلور بابونه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې لري او د عملي کولو مسؤلیت یې د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د ملکیتونو د بررسۍ ریاست ته سپارل شوی دی.

د قانون له مخې، هغه مالونه او جایدادونه چې د غایبو یا مفقودو اشخاصو وي او د کوم بل شخص په تصرف کې نه وي، د غصب د مخنیوي په موخه به د یاد ریاست تر ساتنې لاندې نیول کېږي.

په قانون کې له متصرفینو سره د ملکیتونو د پرېښودلو شرایط، د طالبانو د حکومت له لوري د ساتنې څرنګوالی او بیت‌المال ته د ملکیتونو د انتقال موارد هم مشخص شوي دي.

د قانون د نهمې مادې له مخې، که د ملکیت اصلي مالک، وارث یا قانوني وکیل حاضر شي او د ملکیت د بېرته سپارلو غوښتنه وکړي، اړوند ریاست مکلف دی چې د قاضي د حکم له مخې ملکیت ورته وسپاري؛ خو د هغو اشخاصو د ملکیتونو او عوایدو په اړه چې «ساعین بالفساد» بلل شوي، پرېکړه د شيخ هبت‌الله له حکم سره تړلې ده.

همداراز په قانون کې راغلي چې که د یوه ملکیت مالک وفات شوی وي او هېڅ وارث یا بل مستحق ونه لري، نو ملکیت به بیت‌المال ته انتقالېږي.

د ملکیتونو ثبت، کرایه، د منقولو شتمنیو پلور، د مستأجرینو مکلفیتونه، د شرعي وکیل شرایط او د بهرنیو وکالت‌لیکونو اعتبار هم د قانون له مهمو برخو څخه یاد شوي دي.

د قانون په ۲۹مه ماده کې ټینګار شوی چې هغه شخصي کورونه چې د «اسلامي امارت» له واکمنېدو مخکې یا وروسته د افرادو او ادارو له خوا په خپل سر نیول شوي وي، باید د قاضي د حکم له مخې اصلي مالک یا د هغه شرعي وکیل ته وسپارل شي.

عدلیې وزارت ویلي چې د دې قانون چاپي او برېښنايي نسخې د هېوادوالو لپاره د لاسرسي وړ دي او د قانون د چاپ او خپرولو ټول حقوق له وزارت سره خوندي دي.

سپاه پاسداران امريکا ته:که پر ايران بیا برید وشي، متفاوت ځواب به وګورئ

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د امریکا د پوځ د وروستي برید د سرچینې په توګه یې د هرمزګان ولایت د سیریک ټاپو اړوند هدف په نښه کړی او واشنګټن ته یې د احتمالي راتلونکو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ځواک هوافضا څانګې امریکا ته پیغام ورکړی چې که ورته بریدونه تکرار شي؛ نو د ایران غبرګون به په بشپړه توګه متفاوت وي او د پایلو مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

ایراني ځواکونو د برید د احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي او تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

بل لور ته، د کویټ چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونه د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي بریدونو پر وړاندې فعال شوي او د ځینو ګواښونو مخه یې نیولې ده.

کویټ په خپله اعلامیه کې د بریدونو د سرچینې یا د ایران نوم ته اشاره نه ده کړې.

د ښځو نړیوال جام؛ټولې لوبڅارانې او ریفریانې بیا هم ښځې وټاکل شوې

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د ښځو شل اوریز نړیوال جام راتلونکي پړاو لپاره د ښځینه لوبڅارانو او د لوبې د ناظرانو بشپړ پلاوی اعلان کړ.

په ټولیز ډول د شل اوریز نړیوال جام د ۳۳ سیالیو لپاره ۱۴ ښځینه لوبڅارانې او ۴ د لوبو ریفریانې ګمارل شوي دي. د ۲۰۲۴ کال د ټورنمنټ د لوبڅارانو له ډلې ۹ یې یو ځل بیا د راتلونکې سیالۍ لپاره غوره شوي دي.

دا به د ښځو د شل اوریز نړیوال جام پرله‌پسې درېیم پړاو وي چې د لوبو د څارنې او قضاوت ټوله ډله یوازې له ښځینوو جوړه وي.

یاد نړیوال جام د جون په دولسمه د (۱۲) لوبډلو تر منځ انګلېنډ کې پیلیږي چې د جولای تر پنځمې به دوام وکړي.

د سیمې وروستي پرمختګونه؛د ایران، لبنان او سوریې په محور کې تازه پوځي او سیاسي پرمختګونه

د منځني ختیځ په وروستیو تحولاتو کې د ایران، اسرائیلو او لبنان ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري، په داسې حال کې چې د امریکا او ایران د احتمالي هوکړې په اړه هم بېلابېل دریځونه څرګند شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د جګړې د پای ته رسېدو او له امریکا سره د خبرو د دوام په اړه تر هغه وخته ټولې څرګندونې «اټکلونه» دي، څو چې وروستۍ هوکړه نه وي شوې.

بل لور ته، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې پوځ ته یې په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پراخولو امر کړی دی.

د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز هم اعلان کړی چې اسرائیلي ځواکونه به د لبنان په جنوب کې د بوفور کلا په ستراتیژیکه سیمه کې خپل حضور وساتي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد په جنوب کې د اسرائیلو د سهارنیو هوايي بریدونو له امله اته کسان وژل شوي چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

سربېره پر دې، د لبنان په العباسیه ښارګوټي کې د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

همداراز د صور بندري ښار او د هېواد په جنوب کې د یوه روغتون شاوخوا سیمو کې په څو بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

په اقتصادي برخه کې، ایراني چارواکو ویلي چې د جنوبي پارس د ګازو په ستره حوزه کې د سمندر له درېیو تولیدي پلیټفارمونو څخه د ګازو تولید بېرته پیل شوی دی.

دغه تاسیسات د مارچ میاشتې په بریدونو کې زیانمن شوي وو.

په ورته وخت کې راپورونه وایي چې اسرائیلي ځواکونو د سوریې په جنوب کې هم نوي عملیات ترسره کړي دي.

د راپورونو له مخې، ځواکونو د قنیطرې او درعا ولایتونو ځینو سیمو ته ننوتلي، لنډمهالي پوستې یې جوړې کړې، ملکي وګړي او موټرونه یې تلاشي کړي او وروسته له سیمې وتلي دي.

د دغو تحولاتو سره، په سیمه کې د امنیتي وضعیت او احتمالي سیاسي پرمختګونو په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

سینټکام:د ایران د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو پر مرکزونو مو دفاعي بریدونه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د اوونۍ په پای کې یې د ایران په جنوب کې د رادار او بې‌پیلوټه الوتکو اړوندو مرکزونو پر ضد «د ځان‌دفاعي بریدونه» ترسره کړي دي.

سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه د ګورُک ښار او قشم ټاپو کې پر هغو ځایونو شوي چې د ایران د رادار او ډرون فعالیتونو سره تړاو لري.

د امریکايي پوځ په وینا، دا عملیات د خپلو ځواکونو او شتمنیو د خوندیتوب لپاره ترسره شوي او موخه یې د احتمالي ګواښونو مخنیوی و.

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د احتمالي زیانونو یا مرګ‌ژوبلې په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.

راشد خان:ورزش انسان ته د ژوند تر ټولو سخت درس ور زده کوي

افغان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان له تېرو څو کلونو هند غوره لیګ کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې په ګټه لوبېږي.

تېر دوو فصلونو کې د نوموړي کارکردګي د پام وړ نه وه، تېره شپه یې پایلوبه کې بنګلور ته ماتې ومنله.

راشد خان په لوبډلې خپل باور او ویاړ ښودلی او زیاته کړې یې ده «پر خپلې لوبډلې ډېر ویاړم او تر دې هم زیات د مینه‌ والو له ملاتړ او مینې منندوی یم».