یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 40

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:د ایران د حکومت بدلون د جګړې له پای وروسته ممکن دی

0

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر د اسراییل ټایمز له رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې اسراییل نه شي کولی په ایران کې حاکم نظام نسکور کړي او دا کار یوازې د ایران د خلکو له لوري ترسره کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې چې که د ایران خلک د حکومت د بدلون هڅه وکړي، نو ښايي د بریا لپاره یو ډول بهرني ملاتړ ته اړتیا ولري.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر همداراز د ایران د سیاسي وضعیت په اړه ویلي چې د ایران د رهبرۍ په منځ کې د پام وړ درزونه لیدل کېږي، خو د هغه په وینا سختدریځي څېرې لا هم د واک واګې په لاس کې لري.

هغه ټینګار کړی چې د حکومت بدلونونه عموماً د پوځي عملیاتو تر پای وروسته رامنځته کېږي، نه د جګړې په منځ کې.

د نوموړي په خبره، په ایران کې د نظام بدلون د اسراییلو ښکاره هدف نه دی، خو تل‌ابیب هڅه کوي داسې شرایط رامنځته شي چې دا ډول پایله ممکنه کړي.

اسوشیټیډ پرس:امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړي

د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا پرېکړه کړې چې په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره وتړي.

دا قونسلګري پخوا افغانستان ته د لوژستیکي انتقال لپاره یو مهم مرکز بلل کېده.

د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې د امریکا کانګرس ته استولې ده.

وزارت ویلي چې د دې ګام له امله به هر کال شاوخوا ۷ اعشاریه ۵ میلیونه ډالر سپما وشي، او د دوی په وینا په پاکستان کې به د امریکا ملي ګټې هم له زیان سره مخ نه شي.

راپورونه زیاتوي چې دا پرېکړه له تېر یو کال راهیسې تر ارزونې لاندې وه، وروسته له هغې چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د حکومتي لګښتونو د کمولو سیاست اعلان کړ.

د معلوماتو له مخې، په یادې قونسلګرۍ کې اوس مهال ۱۸ امریکايي ډیپلوماټان او ۸۹ ځایي کارکوونکي دندې ترسره کوي.

د ایران ولسمشر:له امریکا او اسراییل سره د سولې لپاره درې شرطونه لرم

0

د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې له امریکا او اسراییلو سره د هر ډول هوکړې لپاره باید د ایران مشروع حقونه وپېژندل شي، تاوان ورکړل شي او د راتلونکو بریدونو د نه‌تکرار لپاره نړیوال تضمینونه وړاندې شي.

پزشکیان دا څرګندونې د ټیلیفوني خبرو پر مهال د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره کړې دي.

د راپورونو له مخې، نوموړي په دغو خبرو کې ټینګار کړی چې ایران د سولې لپاره چمتو دی، خو دا به یوازې هغه مهال عملي شي چې یاد شرطونه ومنل شي.

د ایران ولسمشر همدارنګه ویلي چې د سیمې ثبات او د تاوتریخوالي کمېدل د خبرو او متقابل درناوي له لارې شوني دي، خو د ایران امنیتي او ملي ګټې باید په هر ډول احتمالي هوکړه کې په پام کې ونیول شي.

د امریکا د دفاع وزارت:له ایران سره د جګړې لومړیو شپږو ورځو کې مو ۱۱.۳ میلیارده ډالر لګولي

0

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې واشنګټن له ایران سره د روانې جګړې په لومړیو شپږو ورځو کې له ۱۱ اعشاریه ۳ میلیارده ډالرو څخه زیات لګښت کړی دی.

ویل کېږي دا شمېرې د دفاع وزارت له لوري د امریکا د کانګرس ځینو غړو ته د تړلو دروازو تر شا په یوې غونډه کې وړاندې شوې دي.

راپورونه زیاتوي چې په دې شمېر کې د هغو وسلو او پوځي تجهیزاتو لګښت نه دی شامل چې امریکا له جګړې وړاندې تولید کړي وو، له همدې امله ښايي د جګړې ټولیز لګښت تر دې هم لوړ وي.

ډونالډ ټرمپ:د طالبانو نه خوښېدم؛ خو زما غوښتنې یې عملي کولې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او هلته د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدو نیوکه کړې ده.

ټرمپ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد په تاریخ کې «شرمناکه ورځ» وه.

د هغه په وینا، د امریکا پخوانۍ اداره د وتلو پر مهال له افغانستانه په درناوي او ځواک سره ونه وته.

هغه زیاته کړې، که څه هم طالبانو دی نه خوښاوه؛ خو د ده غوښتنې به یې عملي کولې.

ټرمپ همداراز د پخواني ولسمشر جوبایډن اداره تورنه کړې چې د وتلو پر مهال یې ګڼ پوځي تجهیزات او الوتکې په افغانستان کې پرېښودې.

د ځینو امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شوي دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې دا وسایل باید د وتلو پر مهال بېرته له افغانستانه ایستل شوي وای.

جابر نعماني:په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو د پاتې وسلو ادعا مبالغه ده

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پاتې پوځي تجهیزاتو په اړه شوې ادعاوې تر ډېره مبالغه ده.

نوموړي ویلي، په وروستیو کلونو کې په نړیوالو رسنیو او سیاسي بحثونو کې دا خبره ډېره تکرار شوې چې ګواکي په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات پاتې دي، خو دا ادعا اکثره د هغو وسلو او تجهیزاتو پر ټولیز ارزښت ولاړه ده چې د شلو کلونو په موده کې افغانستان ته راوړل شوي وو.

د ده په وینا، د تجهیزاتو ارزښت د وخت په تېرېدو، کارونې، تخریب او د تخنیکي ملاتړ د نشتوالي له امله کمېږي او خپل عملي ارزښت له لاسه ورکوي.

نعماني زیاتوي چې له همدې امله د میلیاردونو ډالرو د پاتې وسلو ادعا تر ډېره سیاسي او تبلیغاتي بڼه لري.

د طالبانو حکومت د برښنا شرکت:د ترکمنستان–هرات ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لین پرې شوی او د بیا وصلولو هڅې یې روانې دي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د برښنا شرکت وایي، چې د ترکمنستان او هرات د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا د لېږد مزي پرې شوي او د بېرته فعالولو لپاره یې هڅې روانې دي.

دغه مزی تېره شپه د سختې یخنۍ او توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د بند بقرچر په سیمه کې پرې شوی، چې له امله یې هرات ته وارداتي ترکمنستاني برېښنا پرې شوې ده.

برښنا شرکت وایي، د لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکي د شپې ناوخته سیمې ته رسېدلي، د ستونزې ځای یې تثبیت کړی او اوس مهال د ژر حل لپاره جدي کار روان دی.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د لېږد دوه پایې هم نړېدلې دي او تخنیکي ټیمونه هڅه کوي، چې د لنډمهالي حل له لارې مزی ژر تر ژره بېرته فعال کړي.

ډونالډ ټرمپ:په ایران کې جګړه ښايي ډېر ژر پای ته ورسېږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه ښايي ډېر ژر پای ته ورسېږي.

هغه ویلي چې په ایران کې د برید لپاره نور ډېر مهم هدفونه نه دي پاتې.

ټرمپ دا څرګندونې له اکسیوس رسنۍ سره د یوې لنډې ټیلیفوني مرکې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي چې د جګړې د پای ته رسېدو پرېکړه تر ډېره د ده په لاس کې ده.

هغه ټینګار کړی چې که وغواړي، جګړه به هر وخت پای ته ورسوي.

مولانا فضل الرحمن خلیل څوک دی؟

لیکوال: محمد قاسم حلیمي

نن د روژې مبارکې ۲۲مه ده، والله علی ما أقول شهید.
زه همیشه اوږده لیکنه نه کوم؛ خو نن مې په دې روژه کې وجدان مجبور کړم.
مولانا فضل الرحمن خلیل د پاکستان د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې زېږېدلی دی.
نوموړی د پاکستان د پخواني جنرال حمید ګل له ځوانو شاګردانو او روزل شوو کسانو څخه و. د ۱۹۸۰مو کلونو پر مهال، کله چې د شوروي اتحاد پر ضد د افغان جهاد جګړه روانه وه، هغه د ښاغلي جلال الدین حقاني تر څنګ افغانستان ته داخلېده او ډېر فعال و. د خوست د ژورې په غونډ کې یې خپله مستقله جبهه هم درلوده.
د کابل له سقوط وروسته هم خلیل له خپلې پنجابي ډلې سره خوست ته راغی، خو کله چې په افغانستان کې داخلي جګړې پیل شوې، بېرته پاکستان ته ولاړ او هلته یې د حرکت المجاهدین په نوم جبهه جوړه کړه چې په کشمیر کې یې جګړه کوله.
د خلیل نوم هغه وخت د رسنیو په خولو کې ډېر مشهور شو، کله چې د ۱۹۹۹ کال د دسمبر په ۲۴مه د نیپال له کتمندو څخه د هند د ۸۱۴ شمېرې ملکي الوتکه وتښتول شوه. الوتکه د هند په ګډون عرب اماراتو او لاهور ته ولاړه، خو هلته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه. په پای کې الوتکه په کندهار کې ښکته شوه.
یرغمل کوونکو غوښتنه کوله چې په هند کې بند ځینې پاکستانی تروریستان دې خوشې شي. په هغه وخت کې د هند له چارواکو سره، چې مشري یې د هند د بهرنیو چارو وزیر جسوانت سینګ کوله، مذاکرات روان وو. د طالبانو له لوري د ملا محمد عمر مجاهد د دفتر لوی رئیس محترم مولوي وکیل احمد متوکل خبرې کولې، او له پاکستانی لوري سره مذاکرات د هغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ملا جلیل ترسره کول.
په پایله کې، اوه ورځې وروسته، لاندې درې پاکستانی تروریستان د هند له خوا خوشې شول:
۱ ـ ملا مسعود اظهر، چې وروسته یې په پاکستان کې د جیش محمد په نوم ډله جوړه کړه.
۲ ـ احمد عمر سعید شیخ، پاکستانی ـ برتانوی ملا چې په هند کې د بهرنیو سیلانیانو د تښتولو او د امریکایي خبریال ډینیل پرل د وژنې په قضیه کې مشهور شو.
۳ ـ مشتاق احمد عمر زرګر، چې د پاکستانی کشمیر د العمر مجاهدین ډلې مشر و.
دوی خوشې شول او الوتکه له شاوخوا ۱۷۰ مسافرو سره بېرته هند ته وګرځېده.
هغه وخت ویل کېدل چې د دې تروریستي پلان له جوړونکو څخه، د پاکستان د ای اس ای په ګډون، یو مهم غړی همدا ملا فضل الرحمن خلیل و، چې له همدې امله یې نوم په رسنیو کې ډېر مشهور شو.
کله چې طالبان په خپله لومړۍ دوره کې په افغانستان کې واکمن وو، د کندهار له پېښې وروسته خلیل یو ځل بیا خپله د مجاهدینو ډله په افغانستان کې فعاله کړه او د ښاغلي جلال الدین حقاني تر څنګ یې د شمالی اتحاد پر ضد جګړه کوله.
د کابل د ریشخورو فرقه هغه وخت له پاکستاني او ازبک طالبانو سره وه، او خلیل پکې یو مطرح مشر و. د همدې جګړو په لړ کې د خلیل لاسونه د سلګونو افغانانو په وینو سره دي.
ما له خلیل سره درې ځله لیدلي دي.
لومړی ځل مې د ۲۰۰۰ کال په پیل کې د کابل د وزیر اکبر خان مېنې په سیمه کې ولید. هلته د سهیل په نوم یو پاکستانی اوسېده چې د استاد یاسر وردګ باجه و، ځکه د یاسر یوه مېرمن پاکستانۍ ده او د هغې خور، مېرمن عشرت، همدې سهیل ته ناسته وه. دغه پاکستانی سهیل په وزیر اکبر خان کې اوسېده او د خلیل د جبهې مالي مسؤل و.
یاسر مرحوم زه د سهیل کور ته دعوت کړم، او هلته یې خلیل او سهیل دواړه راته د افغان جهاد ځلانده ستوري معرفي کړل.
دوهم ځل مې هغه په ۲۰۰۱ کال کې د وزیر اکبر خان د الرشید ټرسټ په دفتر کې ولید. دا هغه وخت و چې امریکا پر افغانستان خپل یرغل پیل کړی و. زه د ملا جلیل له خوا دې دفتر ته ولېږل شوم تر څو د بهرنیو چارو وزارت نظامي ساتونکو ته د خوراکي توکو مرسته ترې راوړم.
دا موسسه د پاکستاني عالم مفتي رشید احمد له خوا جوړه شوې وه. په پیل کې ویل کېدل چې د افغان مهاجرینو د مرستې لپاره ده، خو وروسته څرګنده شوه چې دا د تروریستانو یوه لویه ځاله وه، او خلیل د همدې موسسې مرکزي غړیتوب درلود.
په ۲۰۰۳ کال کې، کله چې زه په بګرام کې بندي وم، د الرشید ټرسټ یو غړی په کندهار کې نیول شوی و او بګرام ته انتقال شوی و. په بګرام کې د ولید مجروح په نوم د کنړ یو افغان تر جمان ، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د همدې بندی ترجمه کوله.
دغه پاکستانی ملا، چې د الرشید ټرسټ د بلوچستان غړی او د ټبر له مخې پښتون و، په خپلو اظهاراتو کې امریکایانو ته ویلي وو:
«تاسو زه ولې بندی کړی یم؟ موږ خو ستاسو سره مرسته کړې ده. ای اس ای چې تاسو ته د طالبانو کوم نظامي مرکزونه او پټنځایونه ښودلي، هغه ټول د الرشید ټرسټ په همکارۍ درکړل شوي دي، او خصوصاً په کابل کې زموږ مشر مولانا فضل الرحمن خلیل تاسو ته دا خدمت کړی دی نو تاسو باید ما پریږدۍ.»
مجروح په شخصي ډول له ما څخه د خلیل پوښتنه وکړه چې آیا زه یې پېژنم او که مې لیدلی دی که نه. ما ورته همدا معلومات ورکړل. دا چې وروسته مجروح دا معلومات له امریکایانو سره شریک کړل که نه، زه نه پوهېږم. خو مجروح یو هېوادپال افغان و.
کله چې هغه د دې پاکستانی تروریست خبرې اورېدلې وې، زما د زندان کوټې ته راغی. له غصې نه تک تور اوښتی و. کله چې ما ترې پوښتنه وکړه، هغه دا حال راته بیان کړ او ویې ویل:
«دا خبیسان دواړه لارې وهي.»
وروستی ځل مې دا جناب هغه وخت ولید چې د جمهوریت پر مهال زه د علماوو په یوه پلاوي کې د پاکستاني علماوو سره د لیدو لپاره اسلام اباد ته تللی وم. هلته مې ولید چې دا جناب بیا هم د علماوو په استازیتوب په مجلس کې ناست دی.
کله چې خبرې پیل شوې، ما ورته وویل:
«ما او تا په کابل کې د سهیل په کور کې سره لیدلي وو، او هغه ستا ملګری هم په بګرام کې بندي و.»
هغه وویل:
«هو، هو، یاد مې شو. الحمد لله، هغه راخلاص شو.»
ما ورته وخندل.
اوس چې بیا د علماوو په استازیتوب کابل ته تللی دی، دا خبره مې په ذهن کې راغله چې د کابل واکمنان باید هوښیار او بیدار وي. ځکه کله کله دښمن د دوست پوستین اغوندي، او نه پوهېږو چې کوم ځایونه به بیا د آی اېس آی لپاره په جي‌پي‌ایس په نښه کوي؟

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت:هرمز تنګي کې هند ته روانه سوداګریزه بېړۍ تر برید لاندې راغلې

0

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هرمز په تنګي کې یې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید راپورونه ترلاسه کړي دي.

د دې وزارت په وینا، د تایلنډ اړوند “مایوري ناري” بیړۍ د مارچ په ۱۱مه د هرمز تنګي په اوبو کې تر برید لاندې راغلې، چې د کندلا بندر په لور روانه وه.

هند په لوېدیځه اسیا کې د روانو شخړو پر مهال د سوداګریزو بېړیو په نښه کول د اندېښنې وړ بللي.

د نوي ډیلي په وینا، په ورته بریدونو کې مخکې هم د بېلابېلو هېوادونو وګړي، د هندي اتباعو په ګډون، وژل شوي او د دغو بریدونو شدت مخ په زیاتېدو دی.

د هند حکومت ټینګار کړی چې د سوداګریزو بېړیو په نښه کول، د ملکي عملې ژوند له خطر سره مخ کول او د نړیوالې سوداګرۍ او سمندري تګ راتګ ازادي محدودول باید ودرول شي.

تر دې دمه د برید اصلي لوری نه دی معلوم چې یاده بیړۍ د کوم هیواد لخوا په نخښه شوې، خو له دې وړاندې، د ایران یوه شا او خوا سل کسیزه میلمنه بیړۍ هندي اوبو کې ویشتل شوې وه چې په بشپړه توګه د عملې سره له منځه تللې.