پنجشنبه, جون 11, 2026
Home Blog Page 4

الجزیره:د پاکستان هوايي بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان دي

الجزیرې په يو راپور کې ويلي، چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان دي.

يادې رسنۍ د ذبیح‌الله مجاهد له قوله ويلي، چې په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي دي.

الجزیرې ليکلي چې په پېښو کې ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، دغه بریدونه د سې شنبې په شپه ترسره شوي او دا په وروستیو اوونیو کې تر ټولو خونړي بریدونه بلل کېږي، وروسته له هغې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې نسبي ارامي رامنځته شوې وه.

راپور زیاتوي چې پاکستان تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والې ډلې هدف ګرځولي دي؛ خو کابل تل دا ډول بریدونه د ملکي وګړو پر ضد بولي.

Taliban Government Condemns Pakistani Airstrikes, Claims Civilian Casualties in Eastern Afghanistan

The Taliban government has accused Pakistan of carrying out overnight airstrikes in Afghanistan’s eastern provinces, resulting in civilian casualties.

Hamdullah Fitrat, deputy spokesman for the Taliban government, said Pakistani military aircraft violated Afghanistan’s airspace and bombed civilian homes in Kunar, Khost, and Paktika provinces.

According to Fitrat, the attacks killed 13 civilians, including 11 children, one woman, and one elderly man. He added that 14 other women and children were injured.

The Taliban government condemned the strikes, describing them as a “humanitarian crime” and an act of aggression, and called on the international community to take notice of the incident.

سنتکام از پایان دور جدید حملات خود علیه ایران خبر داد

در پی انتقام گیری سرنگون شدن چرخبال آمریکایی توسط ایران در تنگه هرمز سنتکام، سرفرماندهی ارتش آمریکا اعلام کرد که حملاتش به ایران در پاسخ به سرنگون کردن بالگرد آپاچی پایان یافته است.

سنتکام در پستی در شبکه اجتماعی ایکس نوشت: «نیروهای فرماندهی مرکزی ایالات متحده با مهمات دقیق از جنگنده‌های نیروی هوایی و دریایی ایالات متحده بر رادار های ایران در نزدیکی تنگه هرمز حمله کردند.»

آمریکا گفته که «این عملیات پاسخی متناسب به حملات اخیر به نیروهای آمریکایی و کشتی‌های تجاری این کشور در تنگه هرمز بود»

سنتکام در پایان هم تاکید کرده که ارتش آمریکا «آماده دفاع در برابر تجاوز بی‌دلیل ایران» است

کريم خرم پر افغانستان د پاکستان بريدونو ته په غبرګون:که ټي‌ټي‌پي خپل عمليات په پنجاب کې ترسره کولای، اوس به دا لانجه ختمه وه

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس کریم خرم ویلي چې پاکستان بیا پر افغانستان بمبارۍ کړي او ښځې او ماشومان یې وژلي دي.

ښاغلي خرم په خپله ایکس‌پاڼه ليکلي چې د انسان او خصوصاً د ملکي وګړو وژل کرکجن عمل دی.

نوموړي ليکلي:« زه د انسان،خصوصاً د ملکي وگړو وژل کرکجن عمل بولم خو، د پاکستان-افغانستان په دې روان کړکیچ کې په دې باور یم چې که TTP دا خپل عملیات په پنجاب کې دننه ترسره کولای اوس به د وخته دا لانجه ختمه وه.اسلام آباد پخپله ختموله.»

د ایران په جنوبي ساحلونو کې؛پنځه سیمې د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدلې

ایراني چارواکو ویلي چې د امریکا له لوري د ایران د جنوبي ساحلي سیمو په پنځو بېلابېلو ځایونو بریدونه ترسره شوي دي.

د راپور پر بنسټ، په نښه شوي هدفونه پوځي اډې، راداري مرکزونه او د توپخانې دفاعي مورچلونه وو، چې د ایران د ساحلي کمربند په مختلفو برخو کې موقعیت لري.

ویل کېږي چې بریدونه د هېواد په جنوبي ساحلي سیمه کې ترسره شوي، خو د هدف ګرځېدلو سیمو دقیق موقعیت، د اوښتو زیانونو کچه او د احتمالي تلفاتو په اړه لا هم بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

تر اوسه نه امریکايي او نه هم ایراني چارواکو د دغو بریدونو د پایلو، پوځي اغېزو او یا هم د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه نور جزییات وړاندې کړي دي.

سپاه پاسداران:په بحرین او اردن کې مو امریکايي اډې په نښه کړې

د ایران سپاه پاسداران ويلي چې د امریکا له وروستیو بریدونو وروسته یې په بحرین او اردن کې پر امریکایي پوځي اډو بریدونه کړي دي.

سپاه په یوه بیان کې ویلي چې دغه بریدونه د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران پر بندرونو او ټاپوګانو د امریکا د پوځي عملیاتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د دوی په وینا، په نښه شوي هدفونه هغه اډې وې چې امریکایي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي.

امريکا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

حامد کرزی د پاکستان ورستيو بریدونو ته په غبرګون کې:‌پاکستان دې نور د دښمنانه سیاست نه لاس واخلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو پېښې په کلکو ټکو غندلې دي.

کرزي په یوه بیان کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د خپلو ناسمو او دښمنانه سیاستونو له پایلو سره مخ دی او باید درک کړي چې د فشار، جګړې او تاوتریخوالي له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د پاکستان خیر په دې کې دی چې د افغانستان پر وړاندې د جګړې او تخریب تګلارې پرېږدي او پر ځای یې د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.

سرچینې:د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي برید پنځه کسان وژلي

د خوست یو شمېر ځايي سرچينو ويلي چې د دغه ولايت سپېره ولسوالۍ د منۍ کلي کې د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي، وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، برید د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۸:۱۲ بجې ترسره شوی او د بابري په نوم د یوه اوسېدونکي کور یې په نښه کړی دی.

ویل کېږي چې د برید له امله دوه استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان يو ځل بيا د افغانستان حريم نقض او بشري جنايت یې ترسره کړ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړی او هوايي بریدونه یې ترسره کړي دي.

مجاهد په اېکس کې په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې ملکي کورونه په نښه شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي او ۱۴ تنه نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد دغه پېښه بشري جنایت بللی او د پاکستان له لوري ترسره شوي بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت:د ټاپي پروژې د افغانستان برخې کارونه له نیمایي څخه زيات بشپړ شوي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د افغانستان اړوندې برخې د جوړولو چارې په هرات ولایت کې له نیمایي څخه زیاتې بشپړې شوې دي.

د وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې د هرات په مسیر کې د پروژې شاوخوا ۵۲ سلنه عملي کارونه پای ته رسېدلي او د نل‌لیکې د غځولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۸۰ کیلومتره پایپونه غځول شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۳۶ کیلومتره تر ځمکې لاندې نصب شوي دي.

همدارنګه د لسګونو نورو کیلومترو پایپونو د ښخولو او نصبولو چمتووالی هم روان دی.

د پروژې د پرمختګ په لړ کې ۱۲۶ کیلومتره ساحه چمتو شوې او له ۱۰۰ کیلومترو زیات خدماتي سړکونه هم جوړ شوي، څو د ساختماني چارو بهیر اسانه شي.

چارواکي وایي چې له ترکمنستان څخه د پایپونو نوې جوپه هم هرات ته رسېدلې او تمه ده چې د هرات د ۱۳۰ کیلومتره برخې ټول کارونه د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي.