د ایران سپاه پاسداران ويلي چې د امریکا له وروستیو بریدونو وروسته یې په بحرین او اردن کې پر امریکایي پوځي اډو بریدونه کړي دي.
سپاه په یوه بیان کې ویلي چې دغه بریدونه د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران پر بندرونو او ټاپوګانو د امریکا د پوځي عملیاتو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
د دوی په وینا، په نښه شوي هدفونه هغه اډې وې چې امریکایي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي.
امريکا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

