پنجشنبه, جون 11, 2026
Home Blog Page 5

سرچینې:د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي برید پنځه کسان وژلي

د خوست یو شمېر ځايي سرچينو ويلي چې د دغه ولايت سپېره ولسوالۍ د منۍ کلي کې د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي، وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، برید د چهارشنبې په ماښام شاوخوا ۸:۱۲ بجې ترسره شوی او د بابري په نوم د یوه اوسېدونکي کور یې په نښه کړی دی.

ویل کېږي چې د برید له امله دوه استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد:پاکستان يو ځل بيا د افغانستان حريم نقض او بشري جنايت یې ترسره کړ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړی او هوايي بریدونه یې ترسره کړي دي.

مجاهد په اېکس کې په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې ملکي کورونه په نښه شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي او ۱۴ تنه نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد دغه پېښه بشري جنایت بللی او د پاکستان له لوري ترسره شوي بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت:د ټاپي پروژې د افغانستان برخې کارونه له نیمایي څخه زيات بشپړ شوي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د افغانستان اړوندې برخې د جوړولو چارې په هرات ولایت کې له نیمایي څخه زیاتې بشپړې شوې دي.

د وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې د هرات په مسیر کې د پروژې شاوخوا ۵۲ سلنه عملي کارونه پای ته رسېدلي او د نل‌لیکې د غځولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۸۰ کیلومتره پایپونه غځول شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۳۶ کیلومتره تر ځمکې لاندې نصب شوي دي.

همدارنګه د لسګونو نورو کیلومترو پایپونو د ښخولو او نصبولو چمتووالی هم روان دی.

د پروژې د پرمختګ په لړ کې ۱۲۶ کیلومتره ساحه چمتو شوې او له ۱۰۰ کیلومترو زیات خدماتي سړکونه هم جوړ شوي، څو د ساختماني چارو بهیر اسانه شي.

چارواکي وایي چې له ترکمنستان څخه د پایپونو نوې جوپه هم هرات ته رسېدلې او تمه ده چې د هرات د ۱۳۰ کیلومتره برخې ټول کارونه د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي.

حامد کرزی: باید د هېواد د ټولو مېرمنو عزت په بشپړه توګه خوندې وي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات وروستۍ پېښې ته په غبرګون ویلي، اړینه ده چې د هېواد د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د پتمنو مېرمنو عزت او درناوی په بشپړه توګه خوندې وي.

حامد کرزي همداراز په هرات کې د نننیو لاریونونو پر مهال د رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او په وینا یې زموږ ټولنه د صمیمیت په فضا کې له آرامۍ او خوشالۍ ډک ژوند ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې له څو ورځو راهیسې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري د ښځو او نجونو د نیول کېدو پر ضد نن لوی ولسي لاریون راوتلی و چې د طالب سرتېرو له لوري یې په ډزو او اخ و ډب مخنیوی وشو.

د هرات نننۍ پېښې په نړیواله کچه د سیاست والو او فعالانو توند غبرګونونه راپارولي.

د امریکا د انرژۍ وزیر:د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د پام وړ زیات شوی

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رايټ ویلي چې د ایران له کړکېچ سره سره د هرمز تنګي له لارې د سمندري بېړیو تګ راتګ د پام وړ زیات شوی دی.

رایټ د اتلانتیک شورا په یوې غونډه کې څرګنده کړه چې د تېرو اوونیو په پرتله اوس ډېرې بېړۍ د دغه مهم نړیوال سمندري مسیر له لارې تېرېږي، که څه هم د سیمې امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه چې د انرژۍ د عادي لېږد بشپړ بېرته عادي کېدل به وخت ونیسي او ښايي د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته هم څو میاشتې دوام وکړي.

رئیس احمدزی د راشد خان په اړه: راشد وطندوسته افغان او د افغانستان ویاړ دی

د افغانستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې اوسني مسر روزونکي رئیس احمدزي د راشد خان په اړه د ځینو ناسمو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.

احمدزی وایي، ټولنیزو رسنیو کې د ځان د مشهورولو لپاره د بل چا بې عزتي مه کوئ.
نوموړې زیاته کړې دا چې ویل کیږي راشد خان د هند پر وړاندې نه لوبیږي؛ تاسې څنګه د خپل هېواد د یو رښتیني او وطن دوسته انسان په اړه داسې فکر کولی شئ.

د رئیس احمدزي په وینا، راشد خان د افغانستان ویاړ دی، له ټولو مخکې به خان وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې له نه ګډون وروسته په خواله رسنیو داسې آوازې وې چې راشد خان د حشمت الله شهیدي تر لوبډلمشرۍ لاندې په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې هم نه لوبیږي، خو یو شمېر سرچینې دا آوازې ناسمې او بې بنسټه بولي.

آسیایي لوبو ته د غوراوي سیالۍ؛د څلورو لوبډلو په لارموندنې پای ته ورسېدې

آسیایي لوبو ته د لارموندنې سیالیو له لارې نیپال، مالیزیا، هانګ کانګ او د عمان د نارینو کرکټ لوبډلو په خپلو ګروپونو کې د ښو امتیازاتو په ترلاسه کولو یادو سیالیو ته لار پیدا کړه.

دغه لوبې چې د می په ۳۱مه پیل شوې وې، پرون پای ته ورسېدې.

د ۲۰۲۶ کال آسیایي لوبې د جاپان په کوربتوب په سېپټمبر میاشت کې پیلیږي، افغانستان هم د کرکټ په برخه کې د دغو سیالیو ګډونوال دی.

عزیزالرحمن مهاجر:هرات کې د حجاب د نه مراعت له امله هېڅ ښځه نه ده نیول شوې

د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې رئیس عزیزالرحمن مهاجر،هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې یو شمیر ښځې د دې ډلې د خوښې وړ حجاب نه مراعتولو له امله نیول شوې دي.

نوموړي وویل چې په هرات ولایت کې ښځې د طالبانو له نظره مناسب حجاب مراعتوي او تر اوسه هېڅ ښځه د حجاب د نه مراعتولو له امله نه ده نیول شوې.

دغه طالب چارواکي په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «تر اوسه په هرات کې هېڅ ښځه نه ده نیول شوې او د ښځو حجاب بشپړ دی. د بې‌حجابۍ له امله د ښځو د نیولو خبرونه تبلیغات دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په وروستیو ورځو کې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر ښځې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې دي؛ هغه اقدام چې د ګڼو ښاریانو له اعتراضونو سره مخ شوي دي.

شفیقه خپلواک:په هرات کې پر ښځو او ولس روان ظلم د «عمري نظام» استازیتوب نه شي کولای

لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک د هرات د وروستیو پېښو په اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ښځو بندي کول او پر عامو خلکو ډزې کول ښکاره ظلم او ناروا عمل دی.

میرمن خپلواک په یوه پوسټ کې پوښتنه کړې چې دا ډول کړنې د کوم «عمري نظام» نښې ګڼل کېدای شي!.

شفیقه خپلواک ټینګار کړی چې د ولس پر وړاندې زور زیاتی او د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول به تل دوام ونه کړي او د مظلومو خلکو آهونه به بالاخره خپل اغېز وښيي.

هغې د خپلې نیوکې د پیاوړتیا لپاره د خوشحال خان خټک دا شعر هم رااخیستی:

تا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه
سرداري دې په خپل دور کړه بدنامه

هم تمامې خېلخانې لره بلا شوې
هم خپل ځان لره بلا شوې بد فرجامه

د نوموړې په وینا، تاریخ ښودلې چې ظلم او استبداد دوام نه لري او د ولس غږ بالاخره اورېدل کېږي.

هند؛د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې پر پاکستان سخت ګوزارونه کړي

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پرواتانیني امنیت شورا ته په خپله وینا کې پر پاکستان سختې نیوکې کړي او د «کرکې منظمه فابریکه» یې بللې ده.

هندي استازي ویلي، د پاکستان له لوري خپلو پولو کې فعالو ځینو ډلو ته د «فتنه ال هندستان» نوم ورکول او دولتي ادارو ته د همدې اصطلاح د کارولو لارښوونه «په مذهبي اصطلاحاتو پوښل شوي رسمي ناسم معلومات او پروپاګند» دی.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد هڅه کوي د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر نورو واچوي او نړیواله ټولنه ګمراه کړي.

هندي استازي پاکستان تورن کړی چې له ترهګرۍ او افراطي ډلو سره د چلند اوږد تاریخ لري او زیاته کړې یې ده چې د دغه هېواد دا ډول دریځونه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

نوموړي د افغانستان په تړاو هم د پاکستان پر پخوانیو پوځي عملیاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د ملکي وګړو وژلو ته د پوځي عملیاتو نوم ورکول، تاسې له مسؤلیته نه شي خلاصولی. د ملکي وګړو وژل، معلولول او یتیمول د ترهګرۍ ضد مبارزه نه ده.»

په ورته وخت، پرواتانیني د افغانستان له خلکو سره د هند پر دوامداره بشري او پرمختیايي مرستو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نوي ډیلي له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا، زده‌کړو او بیارغونې په برخو کې پراخې پروژې عملي کړې دي.

هغه زیاته کړې چې هند او افغانستان د اوږدو تاریخي او تمدني اړیکو له امله ځانګړې اړیکې لري او هند به د افغانانو د ملاتړ له بهیر لاس وانه خلي.