د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس کریم خرم ویلي چې پاکستان بیا پر افغانستان بمبارۍ کړي او ښځې او ماشومان یې وژلي دي.
ښاغلي خرم په خپله ایکسپاڼه ليکلي چې د انسان او خصوصاً د ملکي وګړو وژل کرکجن عمل دی.
نوموړي ليکلي:« زه د انسان،خصوصاً د ملکي وگړو وژل کرکجن عمل بولم خو، د پاکستان-افغانستان په دې روان کړکیچ کې په دې باور یم چې که TTP دا خپل عملیات په پنجاب کې دننه ترسره کولای اوس به د وخته دا لانجه ختمه وه.اسلام آباد پخپله ختموله.»

