د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) منلې چې د پاکستان لخوا پر افغانستان د جون د ۹ او ۱۰ نېټې ترمنځ شپه د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو په ختیځو سیمو کې د ترسره شویو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
یوناما په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د قربانیانو ډېری برخه ښځې او ماشومان جوړوي او دغه اداره د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه ژوره اندېښنه لري.
یادې ادارې د تاوتریخوالي د کمېدو، دایمي اوربند، د ملکي وګړو د ساتنې، د بشري مرستو د رسېدو لپاره د سرحدي لارو د بېرته پرانیستل کېدو او د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

