پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 4

عباس عراقچي هاکان فیدان ته:موږ د ترکیې لوري ته توغندی نه دی توغولی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران ترکیې ته توغندی توغولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د دفاع وزارت ویلي وو، یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، د ترکیې هوايي حریم ته داخل شوی او د ناټو د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا په ختیځ مدیترانه کې نسکور شوی دی.

د ترکیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د دې هېواد پر خاورې او هوايي حریم د هر ډول ګواښ پر وړاندې به ټول لازم اقدامات په قاطع ډول ترسره شي.

د راپورونو له مخې، دا د جګړې له پیل راهیسې څلورم ځل دی چې ورته پېښه رامنځته کېږي، او تر دې وړاندې هم د ناټو دفاعي سیستمونو درې نور توغندي د همدې میاشتې په پیل کې شنډ کړي وو.

د پاکستان، د تیلو او ګازو د تنظیم اداره:د ایل پي جي ګازو بیه په بې ساري ډول د لوړیدو په حال کې ده

0

د پاکستان د تیلو او ګازو د تنظیم ادارې (اوګرا) اعلان کړی، چې د مایع پیټرولیم ګاز ایل پی جی بیه به د اپریل له لومړۍ نیټې وروسته نوره هم لوړه شي.

د اوګرا ادارې د اعلان له مخې، دا مهال د ګازو قیمت په هر کیلوګرام کې د ۷۸ روپیو او ۲۸ پیسو په اندازه زیات شوی دی.

د دې زیاتوالي وروسته، د ایل پی جی ګازو هر کیلوګرام نوې بیه ۳۰۴ روپۍ او ۱۲ پیسې ته رسېدلې ده.

د دې قیمت زیاتوالي سره، د کورني ۱۱.۸ کیلوګرامه سلنډر بیه هم ۹۲۳ روپۍ ۷۱ پیسې لوړه شوې، چې د کورني سلنډر نوې بیه ۳۵۸۸ روپۍ ۵۹ پیسې ته رسېدلې ده.

اوګرا ادارې ویلي، چې دا نوې بیې به د اپریل له لومړۍ نیټې څخه عملي شي او تمه ده چې د کورنیو او سوداګریزو سکتورونو لګښتونه به زیات کړي.

پاکستان کې د تیلو او ګازو بیه په بې ساري ډول د لوړیدو په حال کې ده چې دغه هیواد ته یې د اقتصادي زیان سربیره کورنۍ ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

پاک، افغان جرګه:د شخړو د پای لپاره د ګډو سپارښتنو اعلان ته چمتووالی ښودلی

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو د حل په موخه په خیبر پښتونخوا کې د قومي مشرانو لخوا جوړه شوې پاک-افغان جرګه وایي، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره عملي سپارښتنې وړاندې کړي.

د جرګې مشر تنظیموونکي ارباب شهزاد، چې د ASPIRE د ملاتړ ډلې مشري هم کوي، د پرانیستې غونډې پر مهال ویلي، چې دا ناسته به د دواړو لورو ترمنځ د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره یو واضح چوکاټ رامنځته کړي.

نوموړي د عامه ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی، او زیاته یې کړه چې د حکومتونو تر څنګ باید د دواړو هېوادونو خلک هم یو بل ته ورنږدې شي، څو د باور فضا رامنځته شي.

په دې جرګه کې قومي مشرانو، سیاسي څېرو، د مدني ټولنې استازو، د پارلمان غړو او د رسنیو استازو برخه لروده.

پیت هګست:ډونالډ ټرمپ باټې نه وهي، که ایران هوکړې ته غاړه کینږدي پوځي فشار به پرې نور هم زیات شي

0

د امریکا د جګړې وزیر پیت هګست ویلي، که ایران عاقلانه چلند وکړي، د یوې هوکړې امکان شته، خو که دا کار ونه کړي، نو له لا سختو پوځي اقداماتو سره به مخ شي.

نوموړي د ډونالډ ټرمپ په اړه وویل چې هغه «باټې نه وهي او شاته نه ګرځي» او زیاته یې کړه چې دا موضوع د مجتبی خامنه اي څخه هم پوښتل کېدای شي.

هګست ټینګار وکړ چې د ایران نوي حکومت باید تر دې مهاله درک کړې وي چې له بدلون وروسته باید له پخواني نظام څخه عاقلانه تګلاره غوره کړي.

هغه همداراز وویل، امریکا د یوې هوکړې لپاره چمتو ده او شرایط یې روښانه دي، خو که ایران لېوالتیا ونه ښيي؛ نو د امریکا د جګړې وزارت به خپل پوځي اقدامات نور هم زیات کړي.

چین او پاکستان؛د منځني ختیځ د کړکېچ د مهار لپاره پنځه ماده‌ییز پلان اعلان کړ

0

چین او پاکستان په یوه ګډه دیپلوماتیکه هڅه کې د خلیج فارس او منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو د راکمولو لپاره یو پنځه ماده‌ییز پلان وړاندې کړی، چې پکې پر سمدستي اوربند، سیاسي خبرو او د نړیوالو قوانینو پر مراعت ټینګار شوی دی.

دا نوښت د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ترمنځ د لوړې کچې غونډې وروسته اعلان شو.

د پلان له مخې، لومړی ګام د جګړو سمدستي درول بلل شوی، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي او مرستندویه ادارې وکولای شي زیانمنو سیمو ته لاسرسی ومومي.

ورپسې، پر دې ټینګار شوی چې د خبرو اترو له لارې د شخړو حل یوازینۍ اغېزمنه لار ده او ټول ښکېل اړخونه باید د هېوادونو حاکمیت ته درناوی وکړي.

په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان حاکمیت ته پر درناوي نه دي قایل، او پر هوایي بریدونو بې ګناه افغانان وژني.

په دې نوښت کې د ملکي وګړو او حیاتي بنسټونو خوندیتوب ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې د نړیوال بشري قانون له اصولو سرغړونه ونه کړي.

همداراز، د هرمز تنګي د امنیت په اړه اندېښنې څرګندې شوي او د نړیوالو سوداګریزو لارو د خوندیتوب غوښتنه شوې ده.

ډونالډ ټرمپ:امریکا نور د نورو د ګټو لپاره جګړه نه کوي، بریټانیا او نور هېوادونه دې خپله د هرمز تنګي ستونزه حل کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه هېوادونه چې د هرمز تنګی د ستونزو له امله د الوتکو د سون توکو له کمښت سره مخ دی، باید خپله د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره اقدام وکړي.

ټرمپ د خپلې ټولنیز شبکې په یوه پیغام کې ویلي چې هغه هېوادونه، لکه بریتانیا، چې د ایران پر ضد په عملیاتو کې یې ګډون نه دی کړی، اوس باید خپله د سون توکو د ستونزې حل پیدا کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا هېوادونه کولی شي له امریکا څخه د الوتکو سون توکي واخلي، یا دې پخپله د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره اقدام وکړي.

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا نور نه غواړي د نورو هېوادونو لپاره امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي او هر هېواد باید د خپل دفاع توان زیات کړي.

هغه دا هم ویلي چې ایران سخت زیان لیدلی او د جګړې لویه برخه لا ترسره شوې ده.

هرات؛د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې

د هرات د طالبانو حکومت د والي ویاند اعلان کړی چې د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې دي.

د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي چې دا اقدام نن سه‌شنبه ترسره شوی او د بند له جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ذخیره شوې اوبه د کرنې لپاره کارول کېږي.

د معلوماتو له مخې، پاشدان بند د ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د ۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري او شاوخوا ۱۳ زره هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولای شي.

یاد بند تېر کال د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په رسمي ډول د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شو.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره:وروستیو بارانونو او سېلابونو ۱۴ کسان وژلي

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي چې د تېرې ورځې راهیسې د بارانونو له امله په بېلابېلو سیمو کې مرګ ژوبله او پراخ زیانونه اوښتي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر یو شپه او ورځ کې د سېلابونو، د غره ښوېدنې او د تندر د لوېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

ادارې زیاته کړې چې تر اوسه د ۴۷۶ کورونو د ویجاړېدو راپور ورکړل شوی او شاوخوا ۶۰۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

همداراز ۱٬۴۲۳ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۶ دوکانونه او ۲۳ د اوبو شبکې او څاګانې هم زیانمنې شوې دي.

ادارې ویلي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي په راتلونکو راپورونو کې نور بدلون هم پکې راشي.

د پاکستان سوپر لیګ؛شاهین شاه افریدي د امنیتي اصولو د نه رعایت له امله جریمه شو

د راپورونو له مخې، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې بالر شاهین شاه افریدي او آل‌راونډر سکندر رضا څو ورځې وړاندې په هوټل کې د امنیتي اصولو د ماتولو په تور له ستونزو سره مخ شوي دي.

د پنجاب پولیسو ویلي چې دواړو لوبغاړو ځینې غیر مسؤل کسان په زور خپلې کوټې ته داخل کړي وو، چې له امله یې امنیتي اندېښنې راپورته شوې دي.

پولیسو په دې اړه د پاکستان کرکټ بورډ او د پاکستان سوپر لیګ ادارې ته رسمي لیک هم استولی دی.

په لیک کې ټینګار شوی چې دواړو لوبغاړو د امنیتي مقرراتو خلاف عمل کړی او باید د داسې پېښو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخیستل شي.

له دې وروسته د لاهور قلندرز ادارې سمدستي اقدام کړی او پر شاهین افریدي یې جریمه هم لګولې ده.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پاکستان سوپر لیګ له پیل سره سم یو شمېر ستونزې هم راپورته شوې دي او د کرکټ یو شمېر پخواني لوبغاړي وایي چې لیګ ورو ورو خپل معیاري حالت له لاسه ورکوي.

د طالبانو حکومت:کونړ کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه د پاکستاني پوځ پوسته له منځه یوړل شوه

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت منلې چې، د «اسلامي امارت» دفاعي ځواکونو د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په فرضي کرښه، د پاکستان د پوځ هغه پوسته په نښه کړې او له منځه یې وړې چې د ده په وینا د افغانستان پر لور یې ډزې کولې او ملکي وګړو ته یې زیان اړاوه.

د طالبانو حکومت ویلي، دغه عملیات د «ردالظلم» عملیاتو تر نوم لاندې ترسره شوي او هدف یې د سرحدي سیمو د اوسېدونکو خوندیتوب و.

د نوموړي په وینا، یاده پوسته د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې موقعیت درلود او له هغې ځایه پر افغان خاورې ډزې کېدې.