سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 3

امرالله صالح: زندان به د ماه‌رنګ بلوڅ سیاسي دریځ لا پیاوړی کړي

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ډاکټر ماه‌رنګ بلوڅ د راتلونکي په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د بندي کېدو او زندان تجربه کولی شي د هغې سیاسي حیثیت لا زیات کړي.

صالح همداراز خپلو پخوانیو څرګندونو ته چې د ماه رنګ بلوڅ د راتلونکي په اړه یې د پوښتنې په ډول مطرح کړې وې، اشاره کړې او ویلي یې دي: «له بده مرغه زه سم وم. زندان او بندي کېدل به د هغې مقام نور هم لوړ کړي او د هغې خبرو ته به لا زیات وزن ورکړي.»

امرالله صالح شاوخوا یو نیم کال وړاندې ویلي وو، ماه‌رنګ دومره هوښیاره ده چې زغمل یې سخت دي او نه پرېښودل کېږي چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

صالح زیاته کړې وه چې ماه‌رنګ به په پاکستان کې په ځانګړي ډول په بلوچستان کې د پام وړ ملاتړ لري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون بلوڅستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ډاکټر ماه‌رنګ بلوڅ او یو شمېر نورو فعالانو ته د عمري بند سزا واوروله.

نصیر احمد اندېشه: اروپا دې له طالبانو سره د اجباري ایستلو له معاملې ډډه وکړي

د ملګرو ملتونو په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره یې د خبرو پر مهال د اروپايي هېوادونو له خوا له طالبانو سره د اجباري ایستلو او کډوالو د ستنولو د نوو طرحو په اړه ژوره اندېښنه شریکه کړې ده.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې د ځینو اروپايي هېوادونو او طالبانو ترمنځ وروستۍ «مشکوکې معاملې» او د درېیمو هېوادونو د بېرته ستنولو مرکزونو ته د افغانانو د لېږد وړاندیزونه د کډوالو د خوندیتوب تشې زیاتوي او د «زنځیري اخراج» خطر لوړوي.

اندېشه ټینګار کړی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو پایلې په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو لپاره چې د طالبانو تر واک لاندې له سیستماتیکې ځورونې سره مخ دي، جدي خطرونه لري.

نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره په خبرو کې زیاته کړې چې افغانان لا هم د کډوالۍ او بیا مېشتېدو له مهمو اړتیا لرونکو ډلو دي، خو د قانوني کډوالۍ لارې محدودې شوي او د بیا مېشتېدو پروګرامونه په ډېرو هېوادونو کې یا ځنډول شوي او یا بند شوي دي.

نصیر احمد اندېشه پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره افغانستان ته د خوندي او رضاکارانه ستنېدو شرایط نه شته او باید د نړیوالو ژمنو له مخې د کډوالو لپاره قانوني لارې پراخې شي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وشي.

د شهباز شریف له لوري د پزشکیان پر سر د چترۍ نیول؛هندي او ایراني فعالان وایي «چاپلوسي» هم حد لري

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د هرکلي پر مهال د هغه پر سر چترۍ نیولې وه، هغه انځورونه او ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، د هندي او ایراني فعالانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

یو شمېر هندي سیاسي او مدني فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې دا عمل «له حده زیاته چاپلوسي» بللې او ویلي یې دي چې په نړیوالو دیپلوماتیکو مراسمو کې د چترۍ نیول د مشر یا د حکومت د رئیس دنده نه، بلکې د تشریفاتو او پروتوکول د کارکوونکو له لوري ترسره کېږي.

ورته مهال، د ایران یو شمېر ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم دا صحنه د خندا او نیوکو وړ بللې او لیکلي یې دي چې دا ډول چلند د دولتونو ترمنځ د رسمي برابرو اړیکو له روحیې سره سمون نه خوري.

سیاسي شنونکي وايي، په نړیوالو رسمي آدابو کې د مېلمه مشر د ساتنې او تشریفاتو اړوند چارې ځانګړي کارکوونکي پر مخ وړي او د کوربه هېواد د حکومت مشر له خوا د چترۍ نیول غیرمعمولي عمل ګڼل کېږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د يو پلاوي په مشرۍ په یو رسمي سفر
اسلام‌اباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره یې لیدنې ترسره کړېدي.

د افغان ښځینه مشرانو ټولنه: له طالبانو سره تعامل باید د ښځو پر وړاندې تبعیض عادي نه کړي

په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه مشرانو ټولنې د اروپايي ټولنې له خوا له طالبانو سره تعامل او اړیکې غندلې دي.

یاده ټولنه وایي، اروپايي ټولنه چې د بشري حقونو پر ارزښتونو ولاړه ده، له داسې ډلې سره اړیکې جوړوي چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې «جنسیتي آپارتاید» پلي کړی دی.

د افغان ښځینه مشرانو ټولنه ټینګار کوي چې د طالبانو له حکومت سره هر ډول تعامل باید د ښځو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې او جنسیتي آپارتاید د عادي کېدو لامل نه شي، بلکې اروپايي ټولنه باید د حساب ورکونې اصل ته لومړیتوب ورکړي.

دغې ټولنه له اروپایي ټولنې غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې د بشري حقونو روښانه شرطونه وټاکي او ډاډ ترلاسه کړي چې افغان ښځې او مدني ټولنه په هر ډول پرېکړو کې شاملې وي.

المرصاد:پاکستاني رژیم د افغانستان د زغم ناسم تعبیر کړی

د طالبانو د حکومت اړوند المرصاد په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي چې پاکستانی پوځي رژیم د دوی د حکومت له صبر، زغم او ډیپلوماټیک چلند ناوړه ګټه اخلي او د کابل نرم او محتاط دریځ د کمزورۍ په توګه تعبیروي.

په مقاله کې ټینګار شوی چې افغانستان د سیمې د ثبات د ساتلو او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په پرله‌پسې ډول له بېړنیو او توندو غبرګونونو ډډه کړې او هڅه یې کړې چې ټولې ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي. خو اسلام‌آباد بیا دا سیاست د کمزورۍ نښه ګڼلې او د همدې وضعیت تر سیوري لاندې یې د سیاسي فشارونو، تورونو، د نیابتي ډلو د کارولو او لاسوهنو لړۍ دوامداره ساتلې ده.

د ایران؛ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ورسېدل

د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د رسمي سفر په ترڅ کې اسلام‌آباد ته رسېدلي دي.

ایرانی پلاوی د نور خان هوايي اډې ته د تګ پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له خوا په تود هرکلي سره بدرګه شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دواړو لورو د اړیکو په اړه ویلي چې د تاریخ، دین او کلتور په ژورو بنسټونو ولاړې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ ځانګړې اړیکې جوړوي.

د دغو لوړپوړو ایراني چارواکو د سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو پرمختګونو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې اترې بلل کېږي.

تر اوسه د دې لیدنې د اجنډا په اړه نور رسمي جزییات نه دي خپاره شوي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د امنیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو دهلیزونو په برخه کې د پراختیا په حال کې دي.

قالیباف: د ګواښونو له امله امریکايي لوري مذاکرات ګډوډ کړل

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي د ایران او امریکا ترمنځ سویس کې مذاکرات هغه مهال ودرول شول چې د امریکا له لوري ګواښوونکې څرګندونې وشوې.

قالیباف ادعا کړې چې د مذاکراتو په منځ کې خبر شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د ولسمشر، د مذاکراتي پلاوي او د ایران د خاورې پر ضد د احتمالي بریدونو په اړه ګواښوونکې څرګندونې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې بیا یې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس ته وویل چې د لاسلیک شوې هوکړه لیک له مخې باید هېڅ ډول ګواښ او فشار نه وي او ټینګار یې کړی چې ایران هېڅکله د فشار لاندې خبرې نه کوي.

قالیباف ویلي، بیا له دې وروسته ایراني پلاوي خبرې اترې پای ته ورسولې، غونډه یې پرېښوده او بېرته ور ونه ګرځېدل.

د هغه په وینا، امریکايي لوري د منځګړو له لارې د بیا ناستې غوښتنه وکړه، خو ایران دا غوښتنه رد کړه.

نوموړی وایي، بیا د قطر او پاکستان منځګړي له ایراني پلاوي سره د خبرو لپاره ورغلل خو موږ هغوی ته وویل چې یوازې له تاسو سره خبرې کوو، نه په مستقیم ډول له امریکايي پلاوي سره.

قالیباف زیاته کړې چې د همدې ۸۰ دقیقو خبرو او بحثونو پایله وروسته د قطر او پاکستان له لوري په یوه ګډه خبرپاڼه کې خپره شوه.

تر اوسه د امریکا له لوري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

عباس عراقچي؛نن له مسعود پزشکيان څخه مخکې پاکستان ته رسېږي

د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن پاکستان ته رسېږي، چې دا سفر د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان له پلان شوي سفر څخه مخکې ترسره کېږي.

سرچینو ویلي چې عراقچي به د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره جلا جلا لیدنې او خبرې اترې وکړي.

تمه کېږي چې په دغو لیدنو کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو تحولاتو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو بحث وشي.

امضای قرارداد بازسازی ۱۵ کیلومتر شاهراه سالنگ جنوبی به ارزش بیش از ۱.۲ میلیارد افغانی

وزارت فواید عامه حکومت طالبان اعلام کرده است که در ادامه روند بازسازی اساسی شاهراه سالنگ، قرارداد بازسازی ۱۵ کیلومتر از این مسیر مهم ترانزیتی در مربوطات سالنگ جنوبی به ارزش ۱ میلیارد و ۲۵۲ میلیون و ۷۸۳ هزار و ۱۲۶ افغانی با شرکت ساختمانی و سرک‌سازی «مبارز برکت‌زی» به امضا رسیده است.

بر اساس خبرنامه این وزارت کار عملی این پروژه به‌زودی آغاز خواهد شد و مسیر یادشده از ساحه اولنگ آغاز شده و تا جبل‌السراج به طول ۱۵ کیلومتر و عرض ۱۲ متر به شکل اسفالت (قیرریزی) بازسازی می‌گردد.

در این پروژه همچنان ساخت ۵ پایه پلچک جدید، عریض‌سازی ۳۳ پایه پلچک و ساخت ۶۰۰ متر جویچه در یک طرف سرک نیز شامل می‌باشد.

ملا محمد عیسی ثانی، وزیر فواید عامه هنگام امضای قرارداد از شرکت قراردادی و تیم‌های تخنیکی خواسته است تا کار پروژه را مطابق معیارها و مشخصات تخنیکی و در زمان تعیین‌شده تکمیل کنند.

وزارت فواید عامه افزوده است که بخش سالنگ جنوبی از تونل تا ساحه اولنگ به شکل کانکریتی در پلان بازسازی قرار دارد که بخش عمده آن تکمیل شده و کار باقی‌مانده جریان آن دارد.

به گفته این وزارت شاهراه سالنگ‌ها به‌عنوان یکی از مهم‌ترین مسیرهای ترانسپورتی و ترانزیتی کشور است که شمال افغانستان را به پایتخت وصل می‌کند و نقش مهمی در رفت‌وآمد مردم و انتقال کالاهای تجارتی و محصولات زراعتی دارد.

ټرمپ: د اوباما تړون اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي لاره هواروله، زه یې پر وړاندې دېوال شوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ یو ځل بیا د پخواني ولسمشر بارک اوباما له لوري د ایران اټومي تړون ننګولی او ویلي یې دي چې هغې تړون ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو لاره هواروله.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوباما د دورې اټومي تړون «ایران د اټومي وسلې د لرلو پر لور بیوه»، خو په وینا یې له ایران سره د ده هوکړه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو پر وړاندې «یو دېوال» جوړوي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د ده لپاره تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي، او ویلي یې دي چې د روانې هوکړې موخه هم همدا ده.