د حزب اسلامي ګوند مخکښ غړی او پخوانی سیاستوال قطبالدين هلال ومړ.
قطبالدین هلال د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړی، د سیاسي کمېټې رئیس او د افغانستان د پخواني صدراعظم مرستیال و.
نوموړي د افغانستان په سیاسي ډګر کې د اوږدې مودې لپاره فعالیت کړی او د حزب اسلامي له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده.
د هغه د مړینې په اړه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیبالرحمن حکمتیار، خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هلال مړینه د حزب اسلامي لپاره یوه ستره ضایعه ده.
حبیبالرحمن حکمتیار د مرحوم هلال د علمي وړتیاوو، ښو اخلاقو او سیاسي ژمنتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نوموړی په سختو او اسانه شرایطو کې د خپلو ملګرو ترڅنګ ولاړ و او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ.
هغه د قطبالدین هلال کورنۍ، دوستانو او د حزب اسلامي غړو ته د تسلیت ترڅنګ د مرحوم لپاره د مغفرت او لوړ مقام دعا کړې ده.

