د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي چې بروکسل ته د سفر پر مهال یې د پلاوي مشري کوله، خبر ورکړی چې د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو سره یې د خبرو اترو لړۍ بشپړه کړې.
بلخي وایي، بروکسل ته د سفر په ترڅ کې یې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې کړي او په اروپا کې یې د هغو افغانانو د ستونزو د حل په لارو چارو د بحث ترڅنګ چې غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي، د نورو مېشتو افغانانو لپاره ته د کونسلي خدماتو د بیل پیلولو، باور جوړونې او اغېزناک حضور په اړه هم خبرې کړې دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې دا سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې دریڅه پرانیزي او د ګډو ګټو پر بنسټ به د همکاریو بهیر پراخ کړي.
په ورته وخت، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ هم بروکسل ته د دوی د پلاوي سفر په نېک فال نیولی او د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو د پراختیل لپاره یې مهم ګام بللی.
بل لور، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دويم سیاسي ډيسک رئیس ذاکر جلالي هم ویلي چې دغه پرمختګ د هغو تفاهماتو دوام دی چې مخکې له جرمني او ناروې سره شوي وو او له مخې یې افغان ډیپلوماتانو په دغو هېوادونو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.
خو اروپایی ټولنې بار بار ویلي چې د طالبانو له حکومت سره تعامل او خبرې اترې یوازې د افغان کډوالو د ستنولو پر سر دي او د دوی د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده.

