دوشنبه, جون 22, 2026
Homeکورپاڼهمسعود پزشکیان:په مذاکراتو کې له خپلو حقونو نه تېرېږو او شاتګ نه...

مسعود پزشکیان:په مذاکراتو کې له خپلو حقونو نه تېرېږو او شاتګ نه کوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې هېواد یې له عزت او سرلوړۍ سره مذاکراتو ته داخل شوی او د خپلو حقونو په اړه به هېڅ ډول شاتګ ونه کړي.

هغه ويلي، هر هغه ځای چې د ایران حقونه له پامه وغورځول شي، تهران به نه تسلیمېږي او نه به خپل دریځ پرېږدي.

پزشکیان همداراز زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه اوس ایران ته په بل نظر ګوري او له ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې هم ښې شوې دي.

د ایران ولسمشر د اقتصادي ستونزو او د خلکو د پېرلو ځواک د کمېدو په اړه ویلي چې له اقتصادي بن‌بست څخه د وتلو لپاره ګڼې لارې شته او حکومت د حل لارو موندلو ته ژمن دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here