دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 38

د افغانستان برېښنا شرکت:روسي کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ سکتور کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د دې ادارې مشرتابه پلاوي روسیې ته د رسمي سفر پر مهال د یاد هېواد له یو شمېر مهمو برېښنايي تولیدي او تخنیکي کمپنیو سره لیدنې ترسره کړې دي.

د برېښنا شرکت په وینا، په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته سفر وکړي، د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره تخنیکي همکارۍ پیل کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د شوي تفاهم له مخې، روسي کمپنۍ به د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او نورو اړوندو برخو کې له افغانستان برېښنا شرکت سره همکاري کوي.

یادو کمپنیو په دې برخه کې خپل چمتووالی هم ښودلی دی.

سهیل اپرېدی:د عمران خان د خوشې کېدو لپاره به احتجاجي لړۍ له کشمیره پیل کړو

0

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه پراخه ولسي غونډه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي ویلي چې د ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره به احتجاجي لړۍ روانه ساتي او دا به له کشمیره پیل کړي.

دا غونډه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په پلازمېنه مظفرآباد کې د تحریک انصاف له لوري ترسره شوې وه.

سهیل اپرېدي ویلي چې دوی د عمران خان د خوشې کېدو لپاره ټولې قانوني، اساسي او ولسي لارې کارولي؛ خو تر اوسه کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه شوې.

هغه ادعا کړې چې محکمې د عمران خان سره د لیدنې اجازه ورکړې، خو د زندان چارواکي دا پرېکړه نه عملي کوي او د محکمې حکم ته غاړه نه ږدي.

بلوچستان؛نامعلومو وسله‌والو په ګلستان سیمه کې دوه افغان کارګر په ډزو وژلي

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کلا عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې دوه افغان کارګر د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا، یاد کسان د کار موندنې لپاره سیمې ته تللي وو، خو نامعلومو وسله‌والو پرې ډزې کړې چې له امله یې دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او مړي یې روغتون ته انتقال کړي دي.

پولیس وایي، د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته به جسدونه د وژل شویو کورنیو ته وسپارل شي.

تر اوسه د برید د انګېزې او عاملانو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

نړیوالې رسنۍ:بریتانیا د رد شویو افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د طالبانو له حکومت سره د خبرو احتمال ارزوي

0

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د بریتانیا حکومت د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه د طالبانو حکومت له چارواکو سره د احتمالي خبرو امکان ارزوي.

د راپورونو له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې لندن د اروپایي هېوادونو د هغو پرېکړو جدي څارنه کوي چې د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو نیول کېږي.

مالومات ښيي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰ زره افغانانو په بریتانیا کې د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې ځینو اروپایي هېوادونو ویلي وو، ټاکل شوې د طالبانو حکومت یو پلاوی د رد شویو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع د خبرو لپاره اروپا ته سفر وکړي.

ډونالډ ټرمپ:د سپینې ماڼۍ پېښه ناڅاپي وه؛ خو امنیتي ځواکونو چټک او اغېزمن اقدام وکړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې رامنځته شوې ډزې یوه ناڅاپي پېښه وه، خو د امنیتي ځواکونو او د امریکا د پټو خدماتو ادارې غبرګون یې ډېر چټک او اغېزمن وباله.

نوموړي ویلي چې دا مراسم د بیان د آزادۍ او د اساسي قانون د ارزښتونو لپاره جوړ شوي وو، او پېښې د ګډونوالو ترمنځ د یووالي احساس نور هم پیاوړی کړ.

ټرمپ زیاته کړې چې یو وسله‌وال کس له څو وسلو سره پر امنیتي پوستې برید کړی او هڅه یې کړې د مراسمو ځای ته ننوځي، خو ژر د امنیتي ځواکونو له لوري بې‌وسه کړای شو.

هغه ویلي، د روڼتیا لپاره یې د پېښې د ویډیو د خپرولو امر کړی دی، څو د بریدګر تاوتریخوالی او د ځواکونو چټک غبرګون څرګند شي.

د هغه په وینا، د امریکا د پټو خدماتو یو مامور له نږدې واټن څخه په قوي وسله ویشتل شوی، خو د مرمۍ ضد واسکټ یې ژوند ژغورلی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

ټرمپ دا هم ویلي چې دا په تېرو دوو کلونو کې لومړی ځل نه دی چې یو جمهوري‌پال سیاستوال د ترور هڅې هدف ګرځي، او د پنسلوانیا او فلوریډا د پخوانیو پېښو یادونه یې کړې ده.

نوموړي له امریکایانو غوښتي چې سیاسي اختلافات په سوله‌ییزه توګه حل کړي او ویلي چې دا مراسم به بیا ترسره شي.

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت:افغانستان او روسیه د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره نوې همکارۍ پیلوي

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د روسیې له یو شمېر انرژۍ اړوندو کمپنیو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره د همکارۍ نوې لارې هوارې شوې دي.

د شرکت په وینا، د دوی پلاوي د روسیې د سفر پر مهال د برېښنا د تولید، شبکو د پراختیا او تخنیکي ظرفیت لوړولو په برخو کې له اړوندو شرکتونو سره بحثونه کړي دي.

چارواکي وایي، روسي لوري د تخنیکي همکارۍ او پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی او تمه ده چې په نږدې وخت کې به تخنیکي ټیمونه افغانستان ته ولاړ شي، څو د احتمالي پروژو عملي ارزونه ترسره کړي.

د برېښنا شرکت په باور، دا تعاملات کولی شي د هېواد د انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو او د برېښنا سیستم د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وګرځي.

ډونالډ ټرمپ:د سپینې ماڼۍ د ډزو د پېښې له ایران جګړې سره تړاو نه ښکاري؛ خو پلټنې روانې دي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د رامنځته شوې ډزو د پېښې او د ایران جګړې ترمنځ د احتمالي اړیکې په اړه ویلي چې اوس مهال داسې کومه نښه نه ویني، خو ټینګار یې کړی چې هیڅکله هم په بشپړ یقین څه نه شي ویل کېدای.

نوموړي زیاته کړې چې د دې پېښې په اړه به نور معلومات ترلاسه شي او تر ټولو غوره کارپوهان دا موضوع څېړي.

د هغه په وینا، د څېړنو په دوام سره به د دې پېښې نور جزییات هم روښانه شي.

ټرمپ زیاته کړې چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې په مېلمستیا کې د ډزو د پېښې پر مهال یو وسله‌وال کس د امنیتي کنټرول پر یوه پوسته برید کړی او هڅه یې کړې وه چې د مراسمو ځای ته داخل شي؛ خو امنیتي ځواکونو نېولی دی.

نتانیاهو خپل پوځ ته:په لبنان کې د حزب‌الله اهداف په شدت سره په نښه کړئ

0

د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې بنیامین نتنیاهو پوځ ته امر کړی چې په لبنان کې د حزب‌الله اهداف په سختۍ سره په نښه کړي.

د یاد دفتر د بیان له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې حزب‌الله د شنبې په ورځ د شمالي اسرائیل پر لور او د لبنان په جنوب کې د مېشتو اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې راکټونه او بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) وتوغول.

بیان زیاتوي چې دا اقدام د اوربند پر مهال د ترسره شوو بریدونو په غبرګون کې شوی دی.

بل لوري ته، حزب‌الله ویلي چې د اوربند په موده کې یې څو ځله د لبنان په جنوب کې مېشت اسرائیلي ځواکونه په نښه کړي او دا بریدونه یې د اسرائیلو له لوري د اوربند د نقض په ځواب کې بللي دي.

اسلام‌اباد کې د امنیتي بندیزونو نرمښت؛د ډونالډ ټرمپ لخوا د پلاوي د نه ورتګ تر اعلان وروسته ښار بېرته پرانیستل شو

0

د پاکستان حکومت وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ اسلام‌اباد ته د امریکایي پلاوي د سفر د لغوه کېدو اعلان وکړ، په پلازمېنه کې د امنیتي محدودیتونو د کمولو بهیر پیل کړی دی.

ځایي چارواکو د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې اوس د عامه ترانسپورټ او بار وړونکو وسایطو ته اسلام‌اباد ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده.

همدارنګه، د ښار ټول بس تمځایونه بېرته پرانیستل شوي؛ خو د فیض‌آباد تمځای تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې شاوخوا یوه اوونۍ اسلام‌اباد د نیمه قرنطین حالت کې و، چې د ښار د سلګونو زرو اوسېدونکو پر ژوند یې اغېز کړی و.

تمه کېږي چې د محدودیتونو په کمېدو سره به پلازمېنې ته د مېوو، سبزیجاتو او نورو اړینو توکو رسونه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

عباس عراقچي:«ایا امریکا رښتیا هم د ډیپلوماسۍ د پرمخ وړلو جدي اراده لري که نه»

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د خپل وروستي سفر پر مهال یې د ایران پر وړاندې د جګړې دایمي پای ته رسولو لپاره یو عملي او د تطبیق وړ چوکاټ تشریح کړی دی.

عراقچي په ایکس‌پاڼه کې په خپور شوي پیغام کې پوښتنه کړې چې ایا امریکا رښتیا هم د ډیپلوماسۍ د پرمخ وړلو جدي اراده لري که نه.

نوموړی او ورسره مل پلاوی له پاکستان څخه تر وتلو وروسته شاوخوا یو ساعت مخکې د عمان پلازمېنې مسقط ښار ته رسېدلي.