چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 38

ازبکستانی شرکت:روسیې او اروپا ته د افغانستان د تازه مېوو صادراتو ته چمتو یوو

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د ازبکستان د کرنیزو صنایعو د یوه شرکت له مشر، مراد قدرتوف، سره د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه لیدنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د پراختیا، د نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي او د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو په اړه خبرې وشوې.

ازبک لوري څرګنده کړې چې ازبکستان، روسیې او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د افغان تازه مېوو د صادرولو لپاره لازم چمتووالی نیول شوی او د صادراتي بهیر د پراختیا لپاره مناسب شرایط برابر دي.

په غونډه کې دواړو لورو د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، د سوداګریزو فرصتونو د زیاتولو او د افغانستان د تولیداتو لپاره د نویو نړیوالو بازارونو د موندلو پر اړتیا ټینګار کړی.

اسرائیلي رسنۍ:پر ایران برید له امریکا سره په همغږۍ ترسره شوی

اسرائیلي ورځپاڼې اسرائیل هیوم د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې اسرائیل پر ایران خپل وروستی برید له امریکا سره په بشپړې همغږۍ ترسره کړی دی.

د راپور له مخې، د برید له ترسره کېدو وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او پوځي سلا مشورې شوې وې او عملیات د ګډ تفاهم پر بنسټ مخته وړل شوي دي.

تر دې وړاندې د العربیه خبري شبکې هم د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله ویلي وو چې د ایران د حکومت اړوندو هدفونو پر ضد ترسره شوی برید د امریکا له همغږۍ او ملاتړ پرته نه و.

دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې په سیمه کې د ایران او اسرائیل ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ بریدونه دوام لري.

په اسرائیل کې د امریکا سفیر:«د شیطان مور په تهران کې ده»

په اسرائیل کې د امریکا سفیر مايک هاکبي د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې د ایران له لوري پر اسرائیل د توغندیزو بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی.

هاکبي په خپل پیغام کې ویلي چې د ایران حکومت او د هغه اړوند نیابتي ځواکونه د امریکا او اسرائیل پر وړاندې یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې چې د سیمې ډېری امنیتي ستونزې او بې‌ثباتۍ له تهران څخه سرچینه اخلي.

د امریکا سفیر په خپلو څرګندونو کې ویلي: «د شیطان مور په تهران کې ده»، او په دې توګه یې د ایران پر حکومت سختې نیوکې کړې دي.

د ښځو د نیولو په اړه د کریم خرم غبرګون:د ښځو عزت په دین او کلتور کې بنسټیز ارزښت لري

د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر کریم خرم د ښځو د نیولو د ادعا شویو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو عزت او درناوی د افغان کلتور او اسلامي ارزښتونو مهمه برخه ده.

خرم په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي، که د ښځو د نیولو او ناسم چلند راپورونه رښتیا وي، نو دا «د ډېرې خواشینۍ وړ» موضوع ده.

هغه زیاته کړه هیله لري یادې ښځې په عزت او احترام آزادې شي او په راتلونکې کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وشي.

د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر ټینګار کړی چې د ښځو کرامت او انساني حیثیت باید په هر ډول شرایطو کې خوندي وساتل شي او له هغوی سره چلند د ټولنې له دیني او کلتوري ارزښتونو سره سم وي

د اسراییلو له بریدونو وروسته؛د تهران د امام خمیني هوايي ډګر فضا وتړل شوه

اسوشیټېډ پرېس په یو راپور کې ويلي، پر ایران د اسرائیل له وروستیو هوايي بریدونو وروسته د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر شاوخوا هوايي حریم تړل شوی دی.

راپورونه وایي، اسرائیلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د تهران، اصفهان، تبریز او د ایران د لوېدیځو سیمو یو شمېر نور هدفونه تر هوايي بریدونو لاندې راوستي دي.

تر اوسه د بریدونو د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

اسرائیل:په لوېدیځ او مرکزي ایران کې مو پوځي هدفونه په نښه کړي

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد هوايي ځواک لږ وخت مخکې د ایران په لوېدیځو او مرکزي سیمو کې پر پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې، بریدونه د هغو هدفونو پر ضد ترسره شوي چې اسرائیل یې د ایران له پوځي جوړښتونو سره تړلي بولي.

تر اوسه د دغو بریدونو د پایلو، احتمالي مرګ‌ژوبلې او یا هم د اوښتو زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو هم تر اوسه د پېښې په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

پر ایران د اسراییلو هوايي بریدونه؛د زیانونو په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د ایران پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د تهران، اصفهان، تبریز او د هېواد د لوېدیځو سیمو پر ځینو هدفونو ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې، له بریدونو وروسته په یادو سیمو کې امنیتي او بېړني خدماتي ځواکونه فعال شوي او د وضعیت ارزونه روانه ده.

تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه رسمي او بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، او ایراني چارواکو هم د پېښې د جزئیاتو په اړه محدود معلومات وړاندې کړي دي.

ټرمپ ایران ته:«توغندي مو وتوغول، نور بس دي» ژر د خبرو مېز ته راوګرځئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایرانه غوښتي، چې وروسته له توغونديو توغولو دې اوس ژر د مذاکراتو مېز ته بېرته راوګرځي او یوه هوکړه دې لاسلیک کړي.

ټرمپ د فاکس نیوز سره په خبرو کې ایران ته په اشاره ویلي: «تاسو خپل توغندي وتوغول، همدومره بس دي.»

نوموړي زیاته کړې چې دواړه لوري د اوونۍ په پیل کې د یوې احتمالي هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي وو، خو د ایران وروستی برید به د خبرو اترو بهیر ته ګټه ونه رسوي.

هغه ویلي چې د امریکا پوځ په بشپړ چمتووالي کې دی او دی د اسرائیلو له لوري پر بیروت د برید په اړه خوښ نه دی.

همدارنګه، ټرمپ ویلي چې له بنیامین نتنیاهو سره به اړیکه ونیسي او ترې به وغواړي چې د ایران د برید په ځواب کې غبرګون ونه ښيي.

سپاه پاسداران:اوربند مو په شرط منلی و، خو امریکا او اسراییل خپلې ژمنې ماتې کړې

د ایران سپاه پاسداران پر اسراییل ترسره شوی توغندیز برید «یوازې یو خبرداری» بللی او ګواښ یې کړی چې که د ایران او د هغه د متحدینو پر ضد پوځي اقدامات دوام ومومي، نو راتلونکی غبرګون به خورا پراخ او سخت وي.

سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ایران د اوربند منلو پر مهال د جګړې د بشپړ درېدو شرط ایښی و، خو امریکا او اسراییل پرې عمل ونه کړ.

د خبرپاڼې له مخې، په لبنان کې د اسراییل عملیات او د ایران د سمندري ګټو پر وړاندې اقدامات د اوربند ښکاره نقض ګڼل کېږي.

د ایران د سپاه پاسداران دغه ځواک ټینګار کړی چې د نن شپې برید د ایران د پوځي توان یوازې یوه کوچنۍ بېلګه وه او خبرداری یې ورکړی چې د هر ډول نوي اقدام په صورت کې به یو ځل بیا په سیمه کې ټول امریکايي او اسراییلي اهداف د ایران د بریدونو په مستقیمه پنجه کې راشي.

تازه خبر؛ایران پر اسراییل د توغندیو نوې حملې پیل کړې

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ایران د اسراییل پر لور د توغندیزو بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.

د ایراني رسنیو د راپور له قوله ویلي شوي چې تر اوسه د بریدونو دوه جلا څپې ترسره شوې دي.

هاخوا، اسراییلي رسنیو هم تایید کړې چې د ایران له خاورې د اسراییل شمالي سیمو ته لږ تر لږه څلور توغندي توغول شوي دي.