د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، خالد حنفي، د یو شمېر قومي مشرانو سره په غونډه کې د افغانستان پر پخوانیو نظامونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د جمهوري نظام د سقوط اصلي لامل د اسلامي نظریې او مفکورې نشتوالی و.
حنفي وویل، هغه جمهوري نظام چې د نړۍ پراخ ملاتړ ورسره و، د اسلامي ارزښتونو او فکري بنسټونو د نشتوالي له امله ونه توانېد چې دوام ومومي.
نوموړي له دیني عالمانو، ښوونکو، او عامو هېوادوالو وغوښتل چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او عملي کېدو لپاره یو موټی پاتې شي او اجازه ورنه کړي چې د قوم، سمت او نورو موضوعاتو پر بنسټ په ټولنه کې اختلافات رامنځته شي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې واک او قدرت تلپاتې نه وي او د افغانستان د بېلابېلو پخوانیو واکمنانو بېلګې یې یادې کړې چې د وخت په تېرېدو له واکه لرې شوي دي.
د حنفي په وینا، د «اسلامي امارت» بریا تر ډېره د دوی د عقیدې او فکري لیدلوري پایله وه.

