ایراني رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د ایران پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د تهران، اصفهان، تبریز او د هېواد د لوېدیځو سیمو پر ځینو هدفونو ترسره شوي دي.
د راپورونو له مخې، له بریدونو وروسته په یادو سیمو کې امنیتي او بېړني خدماتي ځواکونه فعال شوي او د وضعیت ارزونه روانه ده.
تر اوسه د دغو بریدونو له امله د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه رسمي او بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، او ایراني چارواکو هم د پېښې د جزئیاتو په اړه محدود معلومات وړاندې کړي دي.

