په اسرائیل کې د امریکا سفیر مايک هاکبي د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې د ایران له لوري پر اسرائیل د توغندیزو بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی.
هاکبي په خپل پیغام کې ویلي چې د ایران حکومت او د هغه اړوند نیابتي ځواکونه د امریکا او اسرائیل پر وړاندې یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې چې د سیمې ډېری امنیتي ستونزې او بېثباتۍ له تهران څخه سرچینه اخلي.
د امریکا سفیر په خپلو څرګندونو کې ویلي: «د شیطان مور په تهران کې ده»، او په دې توګه یې د ایران پر حکومت سختې نیوکې کړې دي.

