پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 38

حبیب الرحمن حکمتیار: که انځورونه حرام وي، طالبان د ډالرو پر مخ انځور ته ولې خوشاله وي؟

حبیب الرحمن حکمتیار د طالبانو حکومت له لوري د ځیرکو موبایلونو د بندولو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو ډېری غړي، له وزیرانو او والیانو نیولې تر عادي غړو او د هغوی کورنیو پورې، له ځیرکو موبایلونو کار اخلي، انځورونه پرې اخلي او تلویزیونونه ګوري.

نوموړي په اېکس کې په یوه لیکنه کې ویلي، که انځورونه حرام ګڼل کېږي، نو باید هغه امریکايي ډالر هم حرام وبلل شي چې د امریکا د ولسمشرانو ا
مشهورو شخصیتونو انځورونه پرې چاپ شوي دي.

حکمتیار ویلي، طالبان هره اوونۍ د میلیونونو ډالرو په ترلاسه کولو خوشاله دي، خو بیا د انځورونو د حراموالي خبره کوي. د هغه په وینا، پر ډالرو نه یوازې انځورونه شته، بلکې د امریکا مذهبي او ملي شعارونه هم پرې لیکل شوي دي.

نوموړي پوښتنه کړې چې څنګه د ډالرو پر مخ انځورونه او نښانونه د منلو وړ دي، خو نور انځورونه حرام بلل کېږي. هغه دا دریځ متناقض بللی او ویلي یې دي چې د اقتصادي ګټو لپاره ارزښتونه او باورونه له پامه غورځول کېږي.

حکمتیار همداراز ویلي چې له ټکنالوژۍ سره مبارزه او د ځیرکو موبایلونو پر وړاندې محدودیتونه بریالي کېدای نه شي او د دې پر ځای باید له عصري ټکنالوژۍ څخه د هېواد د پرمختګ لپاره ګټه واخیستل شي.

جورجیا ملونی: اگر ایران مسیر خود را تغییر ندهد، اروپا تحریم‌های تازه وضع خواهد کرد

جورجیا ملونی نخست وزیر ایتالیا در رابطه به تنش های اخیر میان جمهوری اسلامی ایران و ایالات متحده آمریکا واکنش نشان داده و اعلام میدارد که اگر ایران تعلل در مذاکرات را کنار نگذارد اتحادیه اروپا ناچار است تا موج جدیدی از تحریم ها را بر این کشور وضع کند.

جورجیا ملونی، نخست‌وزیر ایتالیا، گفت که اگر جمهوری اسلامی در مسیر اشتباه باقی بماند، اروپا باید تحریم‌های جدید اعمال کند.

نخست‌وزیر ایتالیا گفت که اتحادیه اروپا باید آماده باشد در صورتی که جمهوری اسلامی به پایان دادن به بحران کمک نکند، تحریم‌های جدیدی اعمال کند.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر: افغانستان که اوس لپاره خپله جغرافیه وساتي هم؛ توره به یې کړې وي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوار الحق کاکړ له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې د لر او بر شعار او فرضي کرښې په اړه ویلي چې افغانستان که په اوسني وخت خپله جغرافیه، پولې او ارضي تمامیت وساتي هم په معاصر تاریخ کې به یې لویه لاسته راوړنه وي.

نوموړي همداراز ویلي، له داوود خانه نیولې تراوسه د افغانستان هر حکومت د پاکستان ضد تګلاره لري خو که دا مسله حل شي نو نه یوازې د پاکستان بلکې د افغانستان او افغانانو په ګټه به هم وي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوار الحق کاکړ دغو څرګندونو د افغانانو توند غبرګونونه راپارولي او وایي، په افغانستان بده ورځ د پاکستان له لاسه ده، هر څه زموږ له هېواد سره دوی کړي، لا مو هم ډېر حسابونه ورسره پاتې دي.

انوار الحق کاکړ دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې په دې وروستیو کې پاکستاني پوځ افغانستان کې پر ملکي وګړو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی او کړنۍ یې له ښکاره دوښمنۍ پرته بل څه نه دي.

وزارت امور خارجه ایران حملات اخیر به این کشور از سوی آمریکا را محکوم کرد

وزارت امور خارجه ایران حملات شب گذشته آمریکا به آن کشور را به شدت محکوم کرده و آن را «نقض آشکار منشور سازمان ملل و قواعد بنیادین حقوق بین‌الملل» خوانده است.

این وزارت تأکید کرده است که «مسئولیت پیامدهای این اقدامات بر عهده ایالات متحده خواهد بود.»

پاکستان؛له امریکا او ایرانه وغوښتل جګړه ودروي او خبرو ته مخه کړي

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ وروستي بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ نازک اوربند له خطر سره مخ کړی او د سیمې د ثبات لپاره جدي اندېښنې راولاړوي.

اسلام‌اباد ټینګار کړی چې ډیپلوماسي او خبرې اترې باید د اختلافاتو د حل اصلي لار وي او دواړه لوري باید له زغمه کار واخلي.

پاکستان دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا متقابل بریدونه شوي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

افغانستان؛د جوبیلي ډایمنډ فوټبال ټورنمنټ کې دویم مقام خپل کړ

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف په کوربتوب د «جوبیلي ډایمنډ» نړیوال ټورنمنټ سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.

دغه څلور اړخیز ټورنمنټ د مالدیف د فوټبال فدراسیون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و او افغانستان، پاکستان، مالدیف او د بنګله‌دېش لوبډلو په کې ګډون کړی و.

افغانستان په ګروپي پړاو کې د کوربه مالدیف لوبډلې ته ۱ پر صفر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. خو افغان لوبډلې په پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې ۲ پر صفر ماتې وخوړه او د اتلولۍ له ګټلو پاتې شوه.

سره له دې چې افغانستان جام خپل نه کړ، خو د سیالیو تر پایلوبې رسېدل د افغان لوبډلې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه دا ټورنمنټ د سویلي آسیا د راتلونکو سیالیو لپاره د چمتووالي ښه فرصت و.

نن د فوټبال نړیوال جام پیلېږي؛۴۸ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب پیلېږي.

د نړیوال جام لومړۍ لوبه نن ماښام د کوربه مکسیکو او سویلي افریقا ترمنځ د مکسیکو ښار په ازتیکا لوبغالي کې ترسره شي.

دا د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو لوی پړاو دی چې د لومړي ځل لپاره ۴۸ ملي لوبډلې په کې برخه اخلي او ۱۰۴ لوبې به ترسره شي.

دغه سیالۍ به د جولای تر ۱۹مې دوام وکړي او پایلوبه به د امریکا په نیویارک ـ نیوجرسي لوبغالي کې ترسره شي.

د سیالیو په دې پړاو کې ۴۸ لوبډلې په ۱۲ ګروپونو وېشل شوې دي. د هر ګروپ مخکښې دوه لوبډلې او د درېیم مقام غوره اته لوبډلې به بل پړاو ته لار ومومي.

ارجنټاین د تېر نړیوال جام اتله لوبډله ده، خو برازیل، فرانسه، انګلېنډ، اسپانیا او پرتګال هم د اتلولۍ له مهمو مدعیانو ګڼل کېږي.

تمه کېږي چې د نړۍ د فوټبال ګڼ ستوري به په دې سیالیو کې ولوبېږي او د فوټبال مینه‌والو ته به په زړه پورې سیالۍ وړاندې کړي.

سعودي عربستان؛د اردن، بحرین او کویټ پر ضد ایراني بریدونه وغندل

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اردن، بحرین او کویټ پر وړاندې د ایران پرله‌پسې بریدونه غندلي او هغه یې د سیمې د ثبات او امنیت پر ضد اقدام بللی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ورور هېوادونو پر حاکمیت دوامداره بریدونه په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي او د کړکېچ د لا پراخېدو لامل ګرځي.

سعودي عربستان د وضعیت د ارامېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د شخړو حل باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو له لارې ولټول شي.

ریاض همداراز د ډیپلوماسۍ د بهیر د بیا پیاوړتیا غوښتنه کړې او د هغو مذاکراتو د دوام ملاتړ یې څرګند کړی چې د پاکستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، او ترڅنګ یې د قطر د منځګړیتوب او سولې هڅې هم ستایلې دي.

د بشري حقونو بنسټ؛پر ملکي وګړو د پاکستان د هوايي بریدونو د څېړنې غوښتنه کړې

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو پر هوايي بریدونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ملکي سیمو په نښه کېدل د نړیوالو بشري قوانینو او بشري حقونو د احتمالي سرغړونو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې پر استوګنیزو کورونو بریدونه باید په خپلواکه او هر اړخیزه توګه وڅېړل شي، څو د پېښې حقیقت روښانه او د احتمالي مسؤلینو د حساب‌ورکولو زمینه برابره شي.

بنسټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د جرمونو نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې د دغو پېښو په اړه پلټنې وکړي، شواهد راټول او ثبت کړي او د نړیوالو قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کړي.

د راپورونو له مخې، د سې‌شنبې شپه د پاکستان په بریدونو کې چې د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي وو، ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

لندن کې؛د افغان ښځو او نجونو د تجربو، ستونزو او زغم نندارتون جوړېږي

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د کډوالو اوونۍ په مناسبت به په لندن کې یو وړیا نندارتون جوړ شي، چې پکې به د افغان ښځو او نجونو تجربې، ستونزې او زغم نندارې ته وړاندې شي.

ټاکل شوې دا نندارتون د جون له ۱۲مې تر ۲۳مې پورې د ساوت وارک کاتیدرل په ودانۍ کې ترسره شي.

په دې نندارتون کې به د انځورونو، شخصي کیسو او هنري اثارو له لارې د افغان ښځو ژوند ته کتنه وشي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې افغان ښځې د وروستیو محدودیتونو له امله تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي او د دوی ورځنی ژوند له پراخو ستونزو سره مخ دی.

په نندارتون کې به د افغان هنرمندې شمسیا حسني هنري اثار، د عکاسې کلاودیا جانکې انځورونه او د نورو هنرمندانو بصري کیسې هم نندارې ته وړاندې شي.

راپورونه وايي چې د ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي او لا هم میلیونونه ښځې د بنسټیزو حقونو له کمښت سره ژوند کوي.