د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف په کوربتوب د «جوبیلي ډایمنډ» نړیوال ټورنمنټ سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.
دغه څلور اړخیز ټورنمنټ د مالدیف د فوټبال فدراسیون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و او افغانستان، پاکستان، مالدیف او د بنګلهدېش لوبډلو په کې ګډون کړی و.
افغانستان په ګروپي پړاو کې د کوربه مالدیف لوبډلې ته ۱ پر صفر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. خو افغان لوبډلې په پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې ۲ پر صفر ماتې وخوړه او د اتلولۍ له ګټلو پاتې شوه.
سره له دې چې افغانستان جام خپل نه کړ، خو د سیالیو تر پایلوبې رسېدل د افغان لوبډلې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه دا ټورنمنټ د سویلي آسیا د راتلونکو سیالیو لپاره د چمتووالي ښه فرصت و.

