پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ وروستي بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ نازک اوربند له خطر سره مخ کړی او د سیمې د ثبات لپاره جدي اندېښنې راولاړوي.
اسلاماباد ټینګار کړی چې ډیپلوماسي او خبرې اترې باید د اختلافاتو د حل اصلي لار وي او دواړه لوري باید له زغمه کار واخلي.
پاکستان دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو ورځو کې یو ځل بیا متقابل بریدونه شوي او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

