پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeافغانستاند بشري حقونو بنسټ؛پر ملکي وګړو د پاکستان د هوايي بریدونو د...

د بشري حقونو بنسټ؛پر ملکي وګړو د پاکستان د هوايي بریدونو د څېړنې غوښتنه کړې

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو پر هوايي بریدونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ملکي سیمو په نښه کېدل د نړیوالو بشري قوانینو او بشري حقونو د احتمالي سرغړونو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې پر استوګنیزو کورونو بریدونه باید په خپلواکه او هر اړخیزه توګه وڅېړل شي، څو د پېښې حقیقت روښانه او د احتمالي مسؤلینو د حساب‌ورکولو زمینه برابره شي.

بنسټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د جرمونو نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې د دغو پېښو په اړه پلټنې وکړي، شواهد راټول او ثبت کړي او د نړیوالو قوانینو له مخې لازم اقدامات ترسره کړي.

د راپورونو له مخې، د سې‌شنبې شپه د پاکستان په بریدونو کې چې د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي وو، ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here