پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeافغانستانحبیب الرحمن حکمتیار: که انځورونه حرام وي، طالبان د ډالرو پر مخ...

حبیب الرحمن حکمتیار: که انځورونه حرام وي، طالبان د ډالرو پر مخ انځور ته ولې خوشاله وي؟

حبیب الرحمن حکمتیار د طالبانو حکومت له لوري د ځیرکو موبایلونو د بندولو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو ډېری غړي، له وزیرانو او والیانو نیولې تر عادي غړو او د هغوی کورنیو پورې، له ځیرکو موبایلونو کار اخلي، انځورونه پرې اخلي او تلویزیونونه ګوري.

نوموړي په اېکس کې په یوه لیکنه کې ویلي، که انځورونه حرام ګڼل کېږي، نو باید هغه امریکايي ډالر هم حرام وبلل شي چې د امریکا د ولسمشرانو ا
مشهورو شخصیتونو انځورونه پرې چاپ شوي دي.

حکمتیار ویلي، طالبان هره اوونۍ د میلیونونو ډالرو په ترلاسه کولو خوشاله دي، خو بیا د انځورونو د حراموالي خبره کوي. د هغه په وینا، پر ډالرو نه یوازې انځورونه شته، بلکې د امریکا مذهبي او ملي شعارونه هم پرې لیکل شوي دي.

نوموړي پوښتنه کړې چې څنګه د ډالرو پر مخ انځورونه او نښانونه د منلو وړ دي، خو نور انځورونه حرام بلل کېږي. هغه دا دریځ متناقض بللی او ویلي یې دي چې د اقتصادي ګټو لپاره ارزښتونه او باورونه له پامه غورځول کېږي.

حکمتیار همداراز ویلي چې له ټکنالوژۍ سره مبارزه او د ځیرکو موبایلونو پر وړاندې محدودیتونه بریالي کېدای نه شي او د دې پر ځای باید له عصري ټکنالوژۍ څخه د هېواد د پرمختګ لپاره ګټه واخیستل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here