د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس د اسرائیلو د حکومت پر ځینو دریځونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی تر ټولو لویه ستونزه ډونالډ ټرمپ نه دی.
وینس ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د هغو دفاعي وسلو نږدې دوه پر درېیمه برخه چې د اسرائیل د دفاع لپاره کارول شوي، د امریکا له خوا برابرې شوې دي او لګښت یې هم امریکايي مالیه ورکوونکو ورکړی دی.
هغه زیاته کړې چې په اسرائیل کې هغه کسان چې د خپلو ستونزو پړه پر ټرمپ اچوي، باید د خپل هېواد د وضعیت واقعیتونو ته وګوري. د وینس په وینا، د امریکا ملاتړ د اسرائیل په امنیت کې مهم رول لوبولی او د اسرائیل چارواکي باید دا حقیقت درک کړي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک سره د امریکا او اسرائیل ترمنځ د اړیکو په اړه بحثونه زیات شوي دي.

