د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوار الحق کاکړ له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې د لر او بر شعار او فرضي کرښې په اړه ویلي چې افغانستان که په اوسني وخت خپله جغرافیه، پولې او ارضي تمامیت وساتي هم په معاصر تاریخ کې به یې لویه لاسته راوړنه وي.
نوموړي همداراز ویلي، له داوود خانه نیولې تراوسه د افغانستان هر حکومت د پاکستان ضد تګلاره لري خو که دا مسله حل شي نو نه یوازې د پاکستان بلکې د افغانستان او افغانانو په ګټه به هم وي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر انوار الحق کاکړ دغو څرګندونو د افغانانو توند غبرګونونه راپارولي او وایي، په افغانستان بده ورځ د پاکستان له لاسه ده، هر څه زموږ له هېواد سره دوی کړي، لا مو هم ډېر حسابونه ورسره پاتې دي.
انوار الحق کاکړ دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې په دې وروستیو کې پاکستاني پوځ افغانستان کې پر ملکي وګړو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی او کړنۍ یې له ښکاره دوښمنۍ پرته بل څه نه دي.

