پنجشنبه, جون 18, 2026
Homeکورپاڼهمجتی خامنه‌يي:د تفاهم‌نامې په اړه مې بل نظر درلود؛ خو د ولسمشر...

مجتی خامنه‌يي:د تفاهم‌نامې په اړه مې بل نظر درلود؛ خو د ولسمشر د ژمنې له امله مې اجازه ورکړه

د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي ویلي چې د امریکا- ایران تفاهم‌نامې په اړه یې په اصل کې بل نظر درلود؛ خو د ایران د ملت د حقونو او د مقاومت جبهې د ګټو د خوندي ساتلو په تړاو د ولسمشر پزشکیان له ژمنې وروسته یې د هغې د تصویب اجازه ورکړه.

هغه په خپلو څرګندونو کې وویل: «بنده علی‌الاصول در مورد تفاهم نظر دیگری داشتم، ولی از باب تعهدی که رئیس‌جمهور محترم به‌عنوان رئیس شورای عالی امنیت ملی از طرف خود و اعضا در پاسداشت حقوق ملت ایران و جبهه مقاومت به بنده دادند و تصریح به قبول مسئولیت آن نمودند، اجازه آن را صادر کردم.»

د نوموړي په وینا، ولسمشر د ملي امنیت د عالي شورا د رئیس په توګه ډاډ ورکړی چې د ملت حقوق او د مقاومت جبهې اساسي ګټې به خوندي ساتل کېږي او د تفاهم‌نامې د پایلو بشپړ مسئولیت به پر غاړه اخلي.

نوموړي د تفاهم‌نامې د جزییاتو په اړه څه ونه ویل؛ خو ټینګار یې وکړ چې د دې پرېکړې بنسټ د دولت او د ملي امنیت د عالي شورا هغه تعهد و چې د ایران د ملي ګټو او د مقاومت د محور د ملاتړ په موخه یې وړاندې کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here