د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اردن، بحرین او کویټ پر وړاندې د ایران پرلهپسې بریدونه غندلي او هغه یې د سیمې د ثبات او امنیت پر ضد اقدام بللی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ورور هېوادونو پر حاکمیت دوامداره بریدونه په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي او د کړکېچ د لا پراخېدو لامل ګرځي.
سعودي عربستان د وضعیت د ارامېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د شخړو حل باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو له لارې ولټول شي.
ریاض همداراز د ډیپلوماسۍ د بهیر د بیا پیاوړتیا غوښتنه کړې او د هغو مذاکراتو د دوام ملاتړ یې څرګند کړی چې د پاکستان په کوربهتوب ترسره کېږي، او ترڅنګ یې د قطر د منځګړیتوب او سولې هڅې هم ستایلې دي.

