دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 37

عباس عراقچي:د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان تر سفر وروسته ویلي چې د تهران د بهرنۍ تګلارې لومړیتوب ګاونډي هېوادونه دي.

عراقچي په دې سفر کې د عمان له پاچا او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او څرګنده کړې یې ده چې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ پر موضوع هم خبرې شوې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه له عمان وروسته اسلام‌اباد ته تللی او ورپسې به روسیه ته سفر وکړي.

تمه ده چې نوموړی په سن‌پټرزبرګ کې له ولادیمیر پوتین سره وګوري.

اکسیوس:ایران د پاکستان په منځګړیتوب د نوو مذاکراتو چوکاټ امریکا ته سپارلی

0

اکسیوس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایران د پاکستاني منځګړو په وسیله واشنګټن ته داسې نوې طرحه وړاندې کړې چې پکې د هرمز تنګي پرانیستل او د روان کړکېچ پای ته رسول اساسي برخه ده.

د معلوماتو له مخې، تهران ټینګار کړی چې اټومي خبرې به تر هغه وخته ونه پیلېږي څو د هرمز تنګی بېرته خلاص نه شي او بندیزي فشارونه کم نه شي.

په همدې حال کې تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه مهمه غونډه کې له ایران سره د خبرو د بن‌بست او د احتمالي پوځي او سیاسي انتخابونو ارزونه وکړي.

د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپلو وروستیو سفرونو پر مهال منځګړو ته څرګنده کړې چې د امریکا د غوښتنو، په ځانګړي ډول د یورانیمو د بډاینې د محدودولو او د زېرمو د انتقال په اړه، د ایران دننه لا هم واحد دریځ نه دی رامنځته شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:په اسلام‌اباد کې د ایران ــ امریکا د خبرو له لغوه کیدو وروسته محدودیتونه پای ته رسېدلي

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د سفر له لغوه کېدو وروسته اعلان کړی چې د اسلام‌اباد په ځینو سیمو کې ترافیکي محدودیتونه او امنیتي تدابیر پای ته رسېدلي دي.

نوموړي ویلي چې دا محدودیتونه د سرینا هوټل شاوخوا سیمه کې، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د احتمالي ناستو ځای بلل کېده، لېرې شوي دي.

اسحاق ډار په خپل پیغام کې د پاکستان له خلکو مننه کړې او په ایکس کې یې لیکلي: «ستاسې ملاتړ موږ ته دا امکان راکوي چې د خپلو مېلمنو امنیت ډاډمن کړو او په سیمه کې د سولې لپاره خپلې هڅې پر مخ یوسو. موږ دې هدفونو ته ژمن یو او ستاسو له دعاوو او نیکو هیلو مننه کوو.»

ډونالډ ټرمپ:د ایران د محاصرې دوام د تېلو نل‌لیکو ته د جدي خطر لامل کېدای شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که د ایران پر وړاندې محاصره دوام ومومي او د نفتو د لېږد او ذخیره کولو بهیر ودرېږي، نو د تېلو د نل‌لیکو سیستم ښايي له جدي خطر سره مخ شي.

نوموړي څرګنده کړې چې کله په نل‌لیکو کې د تېلو لوی حجم روان وي او د تخلیې امکان نه وي، نو دننه فشار زیاتېږي، چې دا حالت کولی شي تخنیکي ستونزې او حتی د چاودنې خطر رامنځته کړي.

ټرمپ زیاته کړې چې که داسې چاودنه رامنځته شي، نو د نل‌لیکو بېرته رغول به ډېر ستونزمن وي او که ورغول هم شي، ښايي د پخواني ظرفیت یوازې یوه برخه وساتي.

هغه دا وضعیت یو قوي او خطرناک پړاو بللی او ویلي یې دي چې دا ډول حالتونه ځینې وخت د طبیعي فکتورونو له امله هم پېچلي کېږي.

امیرخان متقي؛د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیمې پر ثبات خبرې کړې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په سعودي کې د مېشتو افغانانو پر اسانتیاوو او سیمه‌ییزو مسایلو بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، متقي د افغانستان او سعودي ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د سعودي هڅې ستایلې دي.

نوموړي همداراز له سعودي لوري مننه کړې چې په دغه هېواد کې یې افغانانو ته د معلوماتو لېږد په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي، او د دیپلوماتیکو استازولیو د بشري ظرفیت لوړول یې مهم بللي دي.

په ورته مهال، د سعودي بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د استازولیو د ظرفیت لوړولو هرکلی یې کړی دی.

دواړو لوریو د اړیکو پر دوام او په مناسب وخت کې د مخامخ لیدنو پر ترسره کېدو هوکړه کړې ده.

راپورونه:عباس عراقچي له عمان څخه بیرته پاکستان ته ستون شوی

0

راپورونه وایي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان له پلازمېنې مسقط څخه بېرته اسلام اباد ته ستون شوی او هلته به د څو ساعتونو لپاره تم شي.

د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، تمه ده چې هغه د پاکستان له مشرانو سره وګوري، مخکې له دې چې خپل راتلونکی سفر روسیې ته پیل کړي.

راپورونه وايي چې عراقچي مخکې هم د پاکستان له لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې وې او د شخړې د پای لپاره یې ځینې وړاندیزونه شریک کړي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې پاکستاني لوري د هغه د عمان سفر لپاره الوتکه برابره کړې وه.

سرچینې زیاتوي چې د عراقچي شخصي الوتکه «MERAJ» هم له تهران څخه الوتنه کړې او ټاکل شوې د نور خان هوايي اډې کې ښکته شي.

بنیامین نتانیاهو:په لبنان کې اوربند د حزب‌الله د سرغړونو له امله کمزوری شو

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت په غونډه کې ویلي چې د دغه هېواد پوځ په لبنان کې په ځواکمن ډول عملیات ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړې چې اوربند د حزب‌الله له لوري د پرله‌پسې سرغړونو له امله د کمزورۍ په حال کې دی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د اسرائیلو پوځ نه یوازې د بریدونو په ځواب کې، بلکې د سمدستي ګواښونو د خنثی کولو لپاره هم په ځواک سره اقدام کوي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر:د عصري علومو پرته د هېواد دفاع ممکنه نه ده

د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا په بامیان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د عصري علومو پر زده کړې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په اوسني وخت کې د هېواد د دفاع لپاره پرمختللي سیستمونه اړین دي.

نوموړي ویلي، یوازې په دودیزو وسلو لکه کلاشنکوف او نورو ساده وسایلو د عصري جګړو پر وړاندې اغېزمنه دفاع نه شي کېدای، او اړتیا ده چې د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ دفاعي وړتیاوې پیاوړې شي.

هغه زیاته کړې چې که ګواښونه له هوا او یا سمندر څخه وي، نو باید د مقابلې لپاره هم پرمختللي او عصري وسایل موجود وي.

حبیب‌الله اغا همدارنګه د عصري زده کړو اهمیت ته اشاره کړې او ویلي چې د هېواد د پرمختګ او امنیت لپاره د علمي او تخنیکي ظرفیت لوړول مهم دي.

مکرون:پر ټرمپ وسله‌وال برید نه منونکی دی

0

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې هغه وسله‌وال برید چې تېره شپه د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ترسره شو، «نه منونکی» دی.

مکرون ټینګار کړی چې تاوتریخوالی په هېڅ ډول دیموکراسۍ کې ځای نه لري او دا ډول پېښې د سیاسي ارزښتونو او ازادیو پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي.

د فرانسې ولسمشر په پای کې ویلي چې د امریکا له ولسمشر سره خپله بشپړه همدردي او ملاتړ څرګندوي.

امریکایي رسنۍ:د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د میلمستیا دننه ډزې کوونکی امریکایي ښوونکی دی

0

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د مېلمستیا بهر د ډزو پېښې له امله د امنیتي وضعیت جدي اندېښنه رامنځته شوې ده.

د سي بي ایس د راپور له مخې، د پېښې شکمن کس یو ښوونکی دی چې په ۲۰۲۴ کال کې د کالیفورنیا ایالت په تورنس ښار کې یې د «میاشتې غوره ښوونکي» جایزه هم ترلاسه کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ویلي چې د امنیتي ادارو لومړني معلومات ښيي چې شکمن کس په دې برید کې یوازې عمل کړی او د نورو کسانو د ښکېلتیا نښې نه دي لیدل شوې.

له بلې خوا، اسوشټېډ پریس راپور ورکړی چې د ډزو له غږ وروسته د مېلمستیا ډېری ګډونوال د غونډې په تالار کې بند پاتې شول او د وتلو اجازه یې نه لرله، ځکه امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه.