جمعه, جولای 3, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:سوريه کې پر ملکي وګړو بريد...

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:سوريه کې پر ملکي وګړو بريد غندو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په پلازمېنه دمشق کې پر یوې کافه شوی برید غندلی او هغه یې د ملکي وګړو پر وړاندې یو ناوړه اقدام بللی دی.

د یاد وزارت په وینا، پر بې‌ګناه خلکو بریدونه د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دي او هېڅ ډول توجیه نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا ډول پېښې د سوریې د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي او د تاوتریخوالي دوام د سیمې وضعیت نور هم پېچلی کوي.

د‌ يادونې وړ ده چې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې پر کافه د برید له امله ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه ددې بريد مسولیت چا نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here