دوشنبه, جون 15, 2026
Home Blog Page 36

افغانستان او هند؛نن په مهمه ټېسټ سیالۍ کې مخامخ کېږي

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلې نن د هند په نوي چندیګړ ښار کې په یوې مهمې او پنځه ورځنۍ ټېسټ لوبه کې یو د بل پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې ملي لوبډله د دې سترې سیالۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري او لوبغاړي د بریالۍ کارکردګۍ په موخه له قوي ارادې او لوړ مورال سره لوبې ته داخلېږي.

ټاکل شوې ده چې لوبه د افغانستان پر وخت د سهار په ۸:۳۰ بجو پیل شي.

دغه ټېسټ سیالي به د مهاراجا یادویندرا سینګ په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ملي لوبډلې روزنیز او تخنیکي ټیم د لوبې لپاره ټول اړین ترتیبات بشپړ کړي او لوبغاړي د سیالۍ د پیل لپاره چمتو دي.

ایران:د امریکا له برید وروسته مو د سیمې د دښمن اډې په نښه کړې

د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا له لوري پر سیریک او قشم ټاپو د بریدونو په ځواب کې یې د دښمن اډې د هوايي ځواکونو د توغندیزو بریدونو هدف ګرځولي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه د ایران پر خاورې د ترسره شویو حملو په غبرګون کې شوي، خو د نښه شویو ځایونو او د احتمالي زیانونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

له دې وړاندې سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی و چې په کویټ او بحرین کې د خطر زنګونه غږېدلي او امنیتي تدابیر زیات شوي دي.

بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې امریکايي ځواکونو څو ایراني بالستیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

د سینټکام په وینا، دغه توغندي او ډرونونه د هرمز تنګي او د خلیج د ګاونډیو هېوادونو پر لور توغول شوي وو.

د ایران؛ فوټبال ملي لوبغاړو ته د امریکا ویزې ورکړل شوې

د ایران او امریکا ترمنځ د سیاسي اړو دوړ په درشل کې امریکا د ایران د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د ۲۰۲۶ز کال د فوټبال نړیوال جام کې د ګډون لپاره ویزې ورکړې.

تر دې وړاندې ایراني لوبغاړو ته د امریکا د ویزو د ورکړې په اړه ناڅرګندتیا موجوده وه خو د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي چې ایراني لوبغاړو ته یې ویزې ورکړې.

د امریکا د ویزو د ناڅرګندتیا له امله حتی د ایرانۍ لوبډلې تمریناتي کمپ هم له امریکا تایجونا ته لېږدول شوی و.

د ایران فوټبال ملي لوبډله به د امریکا په لاس انجلېس او سېټل ښارونو کې خپلې لوبې ترسره کړي، لومړۍ لوبه یې د جون په ۱۵مه د نیوزیلنډ فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ده.

امریکا؛پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې له ایران سره تړاو لرونکي نوي بندیزونه یې لګولي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دا بندیزونه د ترهګرۍ ضد محدودیتونو د تازه کولو په چوکاټ کې اعلان شوي دي.

په دې لړ کې، مهرداد ګرامیان نیک او رومینا ګرامیان نیک (ایراني تابعیت)، محمد شکول میهن‌دوست (ترکي تابعیت) او سرباز عبدالزاده (افغان تابعیت) د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي.

همدارنګه د کشتۍ چلونې، نفت، ګاز او پیټروشیمي په برخو کې ۱۲ شرکتونه هم بندیزونو ته شامل شوي دي.

سربېره پر دې، شپږ کښتۍ چې د پاناما او سینټ کیټس بیرغونه لري هم د همدې بندیزونو لاندې راغلي دي.

نتنیاهو:له لبنان سره لا موافقه نه ده شوې؛ خو پوځ د اوربند ملاتړ کوي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې تر اوسه له لبنان سره کومه موافقه نه ده شوې، خو د اسرایلي پوځ مشر د اوربند ملاتړ کوي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو د جګړې د راتلونکې مرحلې په اړه د سیاسي فشارونو او امنیتي ارزونو ترمنځ اختلاف لیدل کېږي؛ ځینې لوري د پوځي عملیاتو د پراخولو غوښتنه کوي، خو ځینې امنیتي چارواکي د اوربند لپاره د فرصت موجودیت ګټور ګڼي.

د اسراییلو د عامه نشراتي ادارې په حواله، د پوځ لوی درستیز په کابینې غونډه کې وړاندیز کړی چې که د اسراییلو له شرطونو سره سم اوربند ترلاسه کېدای شي، نو باید ژر تر ژره پرې کار وشي، نه دا چې میاشتې انتظار وشي.

هغه همدارنګه ویلي چې د راتلونکو پرېکړو واک سیاسي مشرتابه ته سپارل شوی، او پوځ چمتو دی چې که اړتیا وي نظامي عملیاتو ته دوام ورکړي یا یې پراخ کړي.

د طالبانو حکومت:کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د فکري مرکزونو ګډ فورم جوړېږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز اعلان کړی چې د جون په ۱۶مه به کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو د فکري او څېړنیزو مرکزونو ګډ فورم جوړ شي.

دا پرېکړه د ازبکستان په ترمذ ښار کې د “ترمذ ډیالوګ” د دویمې غونډې په څنډه کې شوې ده، چې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو او لسو نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو استازو پکې ګډون درلود.

په دغه غونډه کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي آنلاین ګډون کړی و، او د بهرنیو چارو وزارت د مطالعاتي مرکز استازو ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان هم برخه اخیستې وه.

د بحثونو تمرکز د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پر اقتصادي همکارۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییز اتصال و.

هارون حکیمي: له خپلو هنرپالو ملګرو سره چمتو یم د شکیله ناز لاسنیوی وکړم

د افغانستان د پخواني حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال هارون حکیمي د پښتو کلاسیکۍ موسیقۍ د نامتو سندرغاړې شکیله ناز د ناروغۍ له امله خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه ویلي چې د ښو انسانانو رنځ د ډېرو نورو د خپګان لامل کېږي او د شکیله ناز د ناروغۍ خبر غمجن کړی دی.

حکیمي زیاته کړې چې شکیله ناز په خپل خوږ آواز، خدای ورکړي استعداد او لوړ هنري ذوق سره په پښتو موسیقۍ کې بې‌ سارې هنري خدمتونه کړي دي.

د هغه په وینا، د شکیله ناز هنر له نسلونو راهیسې د خلکو د خوښۍ او الهام سرچینه پاتې شوې ده او لا به هم د راتلونکو نسلونو لپاره د هنر رنګینه پانګه وي.

نوموړي شکیله ناز د پښتو موسیقۍ لپاره د خدای یوه پېرزوینه بللې ده.

هارون حکیمي ویلي، که اوس هم په افغانستان کې پخوانی حکومت موی، نو د نورو هنرمندانو په څېر به یې د مېرمن ناز د درملنې مسؤلیت هم اخیستی وی، خو په کابل او پښتونخوا واکمن له هنر سره دوښمني کوي او له یوې ښځینه هنرمندې سره د ترحم هیله ترې نه شي کېدلی.

هغه زیاته کړې چې له خپلو هنرپالو ملګرو سره یو ځای تر خپلې وسې د شکیله ناز د لاسنیوي لپاره چمتو دی او تر ټولو مخکې یې د لوی خدای له دربار د شکیلا ناز د ژر او بشپړې روغتیا دعا کړې ده.

ايران:درېیم هېواد ته د یورانیمو د زېرمو د انتقال ادعا ناسمه ده

یوې باخبره ایراني سرچینې، چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي ته نږدې بلل شوې، د العربیه شبکې هغه راپور رد کړی چې ګواکې تهران د خپلو غني شویو یورانیمو د یوې برخې د لېږدولو لپاره درېیم هېواد ته موافقه کړې ده.

سرچینې د ايران فارس خبري اژانس ته ویلي چې د اټومي دوسیې اړوند موضوعات د روانو خبرو اترو د اوسني پړاو برخه نه دي او د دغو مسایلو څېړنه به د مذاکراتو راتلونکو مرحلو ته وځنډول شي.

نوموړې سرچینې زیاته کړې چې د یورانیمو د زېرمو د لېږد موضوع دا مهال د خبرو اترو په اجنډا کې نشته، او لومړی باید امریکایي لوری خپل مشخص او عملي اقدامات ترسره کړي او د ځینو اساسي موضوعاتو په اړه روښانه او وروستیو هوکړو ته ورسېږي.

سرچینې ټینګار کړی چې د ایران له خوا درېیم هېواد ته د غني شویو یورانیمو د یوې برخې د لېږد موافقې په اړه خپور شوی راپور ناسم او بې‌بنسټه دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن رويټرز راپور ورکړی و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې مسکو له تهران سره د نږدې اړیکو له امله د ایران د کړکېچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي او زیاته کړې وه چې روسیه چمتو ده د ایران غني شوي یورانیم انتقال کړي او د هرې هغې حل‌لارې ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

هند د پاکستان له لورې د ګلګت ـ بلتستان د ټاکنو مخالفت وکړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال د جون په اوومه نېټه په ګلګت ـ بلتستان کې د عمومي ټاکنو د ترسره کولو پلان لري، خو نوی ډیلی دغه سیمه د جمو، کشمیر او لداخ برخه ګڼي او د ټاکنو دا بهیر ردوي.

د خبرپاڼې له مخې، جمو، کشمیر، لداخ او ګلګت ـ بلتستان د ۱۹۴۷ز کال د الحاق پر بنسټ د هند نه بېلېدونکې برخې دي او پاکستان په دغو سیمو کې د هر ډول سیاسي بدلون حق نه لري.

هند همداراز ادعا کړې چې په یادو سیمو کې د بشري حقونو سرغړونې، سیاسي محدودیتونه او اقتصادي استحصال روان دی او د ټاکنو ترسره کول نه شي کولی دغه ستونزې پټې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هند د سیمې د وضعیت د بدلون لپاره د پاکستان هر ډول هڅه ردوي او پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی.

د ایران، چین او روسیې استازو؛د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له مشر سره لیدلي

د ایران، چین او روسیې سفیرانو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) له عمومي مشر رافایل ګروسي سره په جنیوا کې لیدنه کړې او د ادارې د راتلونکي د رئیسانو بورډ د غونډې پر اجنډا یې خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، دا درې واړه استازي — د ایران رضا نجفي، د چین لي سونګ او د روسیې میخایل اولیانوف — د هغو مهمو موضوعاتو بیاکتنه کړې چې تمه کېږي د بورډ په غونډه کې پرې بحث وشي.

د ایران اړوند دولتي رسنیو ویلي چې په دې ناسته کې د اټومي پروګرام او د IAEA د راتلونکو پرېکړو په اړه د غړو هېوادونو نظرونه هم شریک شول.

دغه لیدنه د راتلونکې غونډې د چمتووالي په چوکاټ کې ترسره شوې ده.