د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال د جون په اوومه نېټه په ګلګت ـ بلتستان کې د عمومي ټاکنو د ترسره کولو پلان لري، خو نوی ډیلی دغه سیمه د جمو، کشمیر او لداخ برخه ګڼي او د ټاکنو دا بهیر ردوي.
د خبرپاڼې له مخې، جمو، کشمیر، لداخ او ګلګت ـ بلتستان د ۱۹۴۷ز کال د الحاق پر بنسټ د هند نه بېلېدونکې برخې دي او پاکستان په دغو سیمو کې د هر ډول سیاسي بدلون حق نه لري.
هند همداراز ادعا کړې چې په یادو سیمو کې د بشري حقونو سرغړونې، سیاسي محدودیتونه او اقتصادي استحصال روان دی او د ټاکنو ترسره کول نه شي کولی دغه ستونزې پټې کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هند د سیمې د وضعیت د بدلون لپاره د پاکستان هر ډول هڅه ردوي او پر خپل دریځ ټینګ ولاړ دی.

