د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز اعلان کړی چې د جون په ۱۶مه به کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو د فکري او څېړنیزو مرکزونو ګډ فورم جوړ شي.
دا پرېکړه د ازبکستان په ترمذ ښار کې د “ترمذ ډیالوګ” د دویمې غونډې په څنډه کې شوې ده، چې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو او لسو نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو استازو پکې ګډون درلود.
په دغه غونډه کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي آنلاین ګډون کړی و، او د بهرنیو چارو وزارت د مطالعاتي مرکز استازو ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان هم برخه اخیستې وه.
د بحثونو تمرکز د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پر اقتصادي همکارۍ، ترانزیټ او سیمهییز اتصال و.

