یوې باخبره ایراني سرچینې، چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي ته نږدې بلل شوې، د العربیه شبکې هغه راپور رد کړی چې ګواکې تهران د خپلو غني شویو یورانیمو د یوې برخې د لېږدولو لپاره درېیم هېواد ته موافقه کړې ده.
سرچینې د ايران فارس خبري اژانس ته ویلي چې د اټومي دوسیې اړوند موضوعات د روانو خبرو اترو د اوسني پړاو برخه نه دي او د دغو مسایلو څېړنه به د مذاکراتو راتلونکو مرحلو ته وځنډول شي.
نوموړې سرچینې زیاته کړې چې د یورانیمو د زېرمو د لېږد موضوع دا مهال د خبرو اترو په اجنډا کې نشته، او لومړی باید امریکایي لوری خپل مشخص او عملي اقدامات ترسره کړي او د ځینو اساسي موضوعاتو په اړه روښانه او وروستیو هوکړو ته ورسېږي.
سرچینې ټینګار کړی چې د ایران له خوا درېیم هېواد ته د غني شویو یورانیمو د یوې برخې د لېږد موافقې په اړه خپور شوی راپور ناسم او بېبنسټه دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن رويټرز راپور ورکړی و چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې مسکو له تهران سره د نږدې اړیکو له امله د ایران د کړکېچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي او زیاته کړې وه چې روسیه چمتو ده د ایران غني شوي یورانیم انتقال کړي او د هرې هغې حللارې ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شي.

