سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 32

شهباز شریف؛او جی ډي وینس په سویس کې سره ولیدل

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د مرستیال ولسمشر جی ډي وینس سره د سویس په بورګن‌سټاک کې ولیدل.

دا لیدنه د امریکا او ایران ترمنځ د تخنیکي کچې روانو خبرو اترو په څنډه کې شوې، چې د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک د تعقیبي بهیر په توګه ترسره کېږي.

تراوسه د شریف او وینس په لیدنه کې د بحث شویو موضوعاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

نن د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی سویس ته ورسېد او د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه به د لوړې کچې خبرو اترو کې ګډون وکړي.

د افغانستان؛د ښځو کرکټ لوبډله په دوه اوونیز سفر انګلېنډ ته ځي

د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله د دوه اوونیو لپاره انګلېنډ ته سفر کوي او موخه یې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) له لوري د رسميت پېژندنې ترلاسه کول دي.

د راپورونو له مخې، دغه لوبډله هیله لري چې د هماغه معیار له مخې وپېژندل شي لکه څنګه چې فیفا د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت پېژندلې ده.

د افغانستان د کډوالې ښځینه کرکټ لوبډلې غړې وایي، دوی نه یوازې په کرکټ کې د افغان ښځو استازیتوب کوي، بلکې په افغانستان کې د میلیونونو هغو ښځو غږ هم دي چې د فعالیت او را څرګندېدو فرصت نه لري.

د دې سفر په ترڅ کې به لوبډله د ښځو شل اووریز نړیوال جام یو شمېر لوبې له نږدې هم وګوري، تمریني او دوستانه سیالۍ به ترسره کړي او هڅه به وکړي د کرکټ نړیوالو ادارو پام ځان ته راواړوي

قلعه‌نویی:تیم ملی ایران از فیفا شکایت نکرده است

امیر قلعه‌نویی، سرمربی تیم ملی فوتبال ایران، اعلام کرد که این تیم هیچ شکایتی به فدراسیون بین‌المللی فوتبال (فیفا) ارائه نکرده و تنها نسبت به موضوع میزبانی مسابقات ابراز نارضایتی کرده است.

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که پیش‌تر سخنگوی فدراسیون فوتبال جمهوری اسلامی ایران گفته بود که این فدراسیون به دلیل محدودیت‌های سفر به ایالات متحده، از فیفا شکایت خواهد کرد.

قلعه‌نویی در جمع خبرنگاران تأکید کرد که موضوع مطرح‌شده صرفاً گلایه از شرایط میزبانی بوده و نه ثبت شکایت رسمی نزد فیفا.

در همین حال، مزدک میرزایی، خبرنگار و تحلیلگر ورزشی ایران‌اینترنشنال در واکنش به سخنان قلعه‌نویی که در یک نشست خبری تیم ملی ایران را «مظلوم‌ترین تیم تاریخ» خوانده بود، گفت: «این تیم مظلوم‌نماترین تیم تاریخ است.»

د طالبانو حکومت:د پاکستان پر وړاندې د «ستراتیژیک زغم» پالیسي پای ته رسېږي

د طالبانو د حکومت اړوندې رسنۍ «المرصاد» په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي چې د پاکستان د پوځي واکمنۍ پر وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د «ستراتیژیک صبر» پالیسي د پای ته رسېدو په حال کې ده.

په مقاله کې ادعا شوې چې د افغانستان اوسنی حکومت د کورني امنیت په ټینګښت او د بهرنیو ګواښونو په مهارولو کې بریالی شوی او پاکستان یې د افغانستان د ناامنۍ په ملاتړ تورن کړی دی. لیکنه همداراز څرګندوي چې که له پاکستانه د امنیتي ګواښونو لړۍ دوام وکړي، نو د چټک او سخت غبرګون تګلاره به لا پیاوړې شي.

پاکستان په رسمي ډول ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

کشته شدن دست‌کم ۹ فلسطینی در حملات ۲۴ ساعت گذشته اسرائیل به غزه

وزارت صحت غزه اعلام کرد که در نتیجه حملات اسرائیل بر مناطق مختلف نوار غزه در ۲۴ ساعت گذشته، دست‌کم ۹ فلسطینی کشته شده‌اند.

بر اساس معلومات این وزارت شماری دیگر نیز در این حملات زخمی شده‌اند اما آمار دقیق مجروحان هنوز منتشر نشده است. منابع صحی در غزه می‌گویند که ادامه حملات و محدودیت‌های موجود، روند ارائه خدمات درمانی به زخمیان را با دشواری‌های جدی روبه‌رو کرده است.

حملات اسرائیل بر نوار غزه در حالی ادامه دارد که نهادهای بین‌المللی بارها نسبت به وخامت اوضاع انسانی و افزایش تلفات غیرنظامیان در این منطقه هشدار داده‌اند.

دیدار هیئت ایرانی با تیم آمریکایی و میانجی‌گران پاکستان و قطر امروز برگزار می‌شود

مقام‌های ایرانی اعلام کرده‌اند که هیئت مذاکره‌کننده این کشور قرار است عصر روز یک‌شنبه در یک نشست یک‌روزه با نمایندگان ایالات متحده و همچنین میانجی‌گران پاکستان و قطر دیدار و گفت‌وگو کند.

به گفته منابع ایرانی این نشست در ادامه تلاش‌های دیپلماتیک میان تهران و واشنگتن و با هدف بررسی موضوعات مورد اختلاف برگزار می‌شود.

در این گفت‌وگوها، نمایندگان دو طرف در حضور میانجی‌گران پاکستانی و قطری درباره مسائل مورد علاقه مشترک و راه‌های پیشبرد روند مذاکرات رایزنی خواهند کرد.

جزئیات بیشتری درباره دستور کار دقیق این نشست و نتایج احتمالی آن تاکنون منتشر نشده است، اما انتظار می‌رود این دیدار در روند گفت‌وگوهای جاری میان دو کشور تأثیرگذار باشد.

افغان‌الاصله ندیم امیري؛د فوټبال نړیوال جام کې د جرمني په بریا کې مهم رول ولوباوه

د جرمني فوټبال ملي لوبډلې افغان‌الاصله لوبغاړی ندیم امیري د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې د ساحل عاج پر وړاندې د جرمني د بریا یو مهم لوبغاړی وګرځېد.

جرمني تېره شپه د فوټبال د نړیوال جام د ګروپي پړاو لوبه کې ساحل عاج ته دوه پر یو ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله. د جرمني دواړه ګولونه بدیل لوبغاړي دېنیز اونداف ووهل.

ندیم امیري چې د لوبې په دویمه نیمایي کې میدان ته ننوت، د جرمني د مساوي کوونکي یا لومړني ګول لپاره یې ښکلی پاس ورکړ، اونداف د امیري له کراس په ګټې اخیستو ګول وواهه او لوبه یې ۱-۱ مساوي کړه.

د جرمني روزونکي یولیان ناګلسمن د لوبې پر مهال څو بدلونونه راوستل چې په کې امیري هم شامل و او همدغه بدیل لوبغاړو د لوبې بهیر بدل کړ.

په ورته وخت ندیم امیري لومړنی افغان الاصله لوبغاړی شو چې د فوټبال په نړیوال جام کې رسمي ګډون کوي او لوبیږي.

ندیم امیري د افغان کډوالو زوی دی چې په جرمني کې زېږېدلی او له کلونو راهیسې د فوټبال په لوړه کچه سیالۍ کوي.

نوموړی اوس د جرمني د ملي لوبډلې او د ماینتس 05 کلب د میدان د منځنۍ کرښې لوبغاړی دی.

مارک لوېن د ټرمپ ادارې ته: له اسرائیل سره د چلند پر ځای د ایران پر حکومت فشار راوړئ

امریکایي محافظه‌کار شننونکي او د راډیو مشهور کوربه مارک لوېن د ډونالډ ټرمپ پر ادارې نیوکه کړې او له واشنګټنه یې غوښتي چې پر اسرائیل فشار راوړل بند کړي.

لوېن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا باید له اسرائیل سره د چلند پر ځای د ایران پر حکومت فشار ته دوام ورکړي. هغه د ایران له حکومت سره د نږدې کېدو او د دې تصور له رامنځته کولو سره مخالفت څرګند کړی چې ګواکې تهران اوس «منطقي» او «منځلاری» شوی دی.

نوموړي ویلي: «د اسرائیل د بدنامولو، کمزوري کولو او پرې د فشار له راوړلو لاس واخلئ. همدارنګه له دې هڅې هم لاس واخلئ چې ایران ته د یو نرم او منځلاري رژیم بڼه ورکړئ.»

لوېن ادعا کړې چې که ایران که نن اټومي توغندي ته لاسرسی درلودای، زه د خپل ژوند په اندازه ډاډه یم چې هغه به یې زموږ د هېواد پر لور توغولی وای. هغه زیاته کړې: «زه نه پوهېږم چې څه روان دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د دغه هېواد او ایران ترمنځ هوکړې په پراخه کچه د سیاسیت والو، مشهورو تلوېزیوني څېرو او عامه خلکو توند غبرګونونه راپارولي.

العربيه:په بورګن‌اشتوک کې دوه‌اړخیزې او درې‌اړخیزې خبرې پیل شوې

العربیه ويلي، چې د سویس په بورګن‌اشتوک سیمه کې د لومړۍ رسمي غونډې له پیل مخکې دوه‌اړخیزې او درې‌اړخیزې خبرې اترې پیل شوې دي.

راپورونه وایي چې دا لیدنې او سلا مشورې د رسمي مذاکراتو د اجنډا او مهمو موضوعاتو د همغږۍ په موخه ترسره کېږي.

ایراني رسنیو هم خبر ورکړی چې د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ رسمي غونډه به نن له غرمې وروسته جوړه شي.

تمه کېږي چې په دغو مذاکراتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د شویو تفاهمونو د عملي کېدو، سیمه‌ییزو امنیتي موضوعاتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحثونه وشي.

شهباز شریف؛او عاصم منیر هم د خبرو اترو لپاره سویس ته رسېدلي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له خپل لوړپوړي پلاوي سره سویس ته رسېدلي دي، څو د «اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک» د عملي کولو په اړه په لوړه کچه خبرو اترو کې ګډون وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر خبر ورکړی چې غونډه نن د جون ۲۱مه د سویس په بورګن‌سټاک کې ترسره کېږي او موخه یې د اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک د پلي کېدو څرنګوالي ارزول او د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث کول دي.

شهباز شریف او عاصم منیر به په دې غونډه کې د پاکستان د استازو په توګه ګډون وکړي او له نورو ګډونوالو سره به د سولې، امنیت او سیمه‌ییزو همکاریو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت دغه سفر د سولې او ډیپلوماسۍ د هڅو یوه برخه بللې او ویلي یې دي چې اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک د عملي کولو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل ملاتړ کوي.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران د خبرو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د سویس د منځګړیتوب رول هم د پام وړ زیات شوی دی.