دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستاناشرف غني:افغانستان له سختې انزوا سره مخ دی، له نړۍ سره د...

اشرف غني:افغانستان له سختې انزوا سره مخ دی، له نړۍ سره د اړيکو د پياوړتيا برخه کې ونډې اخيستو ته چمتو یم

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لوري پر پکتیکا، پکتیا او کونړ د ترسره شویو هوايي بریدونو غندنه کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې بې‌ګناه افغانانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي غني په خپل تازه بیان کې ویلي، د پاکستان دا بریدونه یوازې یو امنیتي اقدام نه دی، بلکې د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت او د هېواد د راتلونکي په اړه د ژورې ارزونې اړتیا هم په ډاګه کوي.

د هغه په وینا، افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړیوالې انزوا له امله داسې وضعیت ته رسېدلی چې د هېواد غږ او شکایت په نړیواله کچه کافي پاملرنه نه ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان پخوا د سیمې او نړۍ د تعاملاتو مهم محور و، خو د وروستیو کلونو د سیاستونو او پرېکړو له امله له نړیوالې ټولنې څخه لرې شوی او دا وضعیت د ناامنۍ، بې‌ثباتۍ او بهرنیو لاسوهنو د دوام سبب ګرځېدلی دی.

پخواني ولسمشر د روان کړکېچ د حل لپاره د ملي اجماع رامنځته کول، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو بیا رغول او د افغانستان د نړیوالې بې‌طرفۍ اعلان مهم بللی دی.

د هغه په باور، د هېواد بهرنی سیاست باید د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم شي، څو افغانستان له انزوا ووځي او د افغانانو غږ په نړیواله کچه واورېدل شي.

اشرف غني په پای کې ټینګار کړی چې افغانان نور جګړه نه غواړي، بلکې د سولې، ثبات، هوسا ژوند او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق غوښتونکي دي، او دی چمتو دی چې د ملي اجماع او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپله ونډه واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here