د افغان ملت ګوند په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان له لوري په وروستیو هوایي بریدونو اندېښنه ښودلې.
د ياد ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو خلاف، د سیمې د ثبات لپاره زیانمنې او د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
هغه ويلي چې د افغانستان پر خاوره بریدونه هېڅ توجیه نه لري او له پاکستان یې غوښتي چې د زور او پوځي اقدام پر ځای د متقابل احترام او مسؤلانه سیاست لاره خپله کړي.
نوموړي د قربانیانو کورنیو ته تسلیت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
ستانه ګل شیرزاد د ملي حاکمیت په ساتنې، د خلکو د یووالي او د هېواد د دفاع لپاره د عصري زده کړو، مسلکي کدرونو او پرمختللې ټکنالوژۍ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

