دوشنبه, جون 29, 2026
Homeافغانستاند هند د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان د خپلو داخلي ستونزو د پټولو...

د هند د بهرنیو چارو وزارت:پاکستان د خپلو داخلي ستونزو د پټولو لپاره له پولو هاخوا د تاوتریخوالي د رامنځته کولو هڅه کوي

هند د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د هوايي بریدونو کلک غندنه کړې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دا ښکاره یرغل د افغانستان پر خپلواکۍ برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ بللی دی.

ياد وزارت ویلي چې دا کړنه د پاکستان د بې‌پروا چلند دوامداره بېلګه ده او د خپلو داخلي ستونزو د پټولو لپاره له پولو هاخوا د تاوتریخوالي یوه بې‌پروا هڅه ده.

دغې وزارت د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، د ټپیانو د ژر روغتیا هیله یې کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا له قاطع ملاتړ ټینګار کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here