نوموړي ویلي چې د تېرې شپې په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او د خصوصي هوايي شرکت کام ایر د تېلو زېرمه هم ویجاړه شوې ده، چې دا کار د منلو وړ نه دی.
خلیلزاد پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان واکمن بنسټونه توان لري خپل هېواد په مسؤلانه ډول رهبري کړي که نه.
هغه له اسلاماباد غوښتي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او د خبرو اترو لاره خپله کړي، ځکه د هغه په وینا که حالت همداسې دوام وکړي نو افغانان ښايي خپل ځواب ورکړي چې پایله به یې لا ډېر کړکېچ او کړاو وي.
د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ویلي چې د طالبانو حکومت باید ټول هغه قصرونه، لوړ منزلونه او جایدادونه چې د خاینینو او د جمهوریت مفسدینو پورې اړه لري، تثبیت، مصادره یا تخریب کړي.
تمیم عاصي په خپلو څرګندونو کې ویلي: “کله چې څوک دا خاوره خپله نه ګڼي، نو هغه پکې د جایداد حق هم نه لري. د خاینانو همنظري د وطن او خلکو پر ضد باید بې حسابه پاتې نه شي.”
هغه ویلي، چې په پاکستاني تجاوز کې د همغږۍ ښودل شوي کسان باید د خپلو اعمالو او جایدادونو لپاره حساب ورکړي.
د سرچینو په وینا، تر اوسه د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
بل لور ته پاکستاني خبریالانو هم په پلازمېنه کې د چاودنو راپورونه خپاره کړي؛ خو تر اوسه یې بشپړ جزییات نه دي وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي وو، که کابل په نښه شي؛ نو اسلاماباد به هم خوندي پاتې نه شي؛ خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د اسلاماباد د وروستیو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ ویلي، چې دغه بریدونه د «غضب للحق» په نوم د پوځي عملیاتو برخه ده او هدف یې د وسلهوالو مرکزونه او د هغوی د ملاتړ بنسټونه دي او په بریدونو کې ملکي وګړي یا ملکي تاسیسات نه دي په نښه شوي.
بل لور ته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. او د دفاع وزارت ویلي دي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان په کوهاټ کې د پوځ پر یوې اډې د ډرون برید کړی چې پراخ زیان یې ور اړولی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي، خو د طالبانو حکومت وایي چې د ملکي تلفاتو شمېر له سلو اوښتی دی.
د فراه پخواني والي، محمد عمر شیرزاد، پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې اسلاماباد یو ځل بیا وښوده چې د سیمې د سولې او ثبات په اړه یې څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي.
نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې پر افغان خاوره بریدونه، چې له امله یې بېګناه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان قرباني کېږي، نه یوازې د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې دا هم ثابتوي چې پاکستان لا هم د زور او فشار له پخوانۍ تګلارې لاس نه دی اخیستی.
د هغه په وینا، تاریخ ښيي چې د ګاونډیو پر ضد د جګړې او لاسوهنې سیاست ستونزې نه حلوي، بلکې د سیمې بېثباتي لا پسې ژوروي.
شیرزاد ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې دښمني او مداخله هېڅکله د اوږدمهاله امنیت او باور فضا نه شي رامنځته کولی، خو که رښتیا هم د سیمې د سولې او ثبات خبره کېږي، نو پاکستان باید د زور، بریدونو او پټو لوبو پر ځای د متقابل احترام، د هېوادونو د حاکمیت د درناوي او سالمو اړیکو لاره خپله کړي.