دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 30

طلوع نیوز؛د طالبانو حکومت لخوا د خپلو دوه خبریالانو د نیولو راپورونه تایید کړل

طلوع‌نیوز د خپلو دوو خبریالانو د نیول کېدو راپورونه تایید کړي، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دغه شبکې ویلي چې د طالبانو حکومت له لوري د کابل ښار په دننه کې د دوی دوه خبریالان عمران دانش او منصور نیازی توقیف شوي دي.

یادې رسنۍ تر اوسه د خپلو دغه خبریالانو د نیولو د علت او قانوني جزئیاتو په اړه رسمي وضاحت نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت:له دې وروسته به د لېسو د ازموینې پوښتنې مرکز کې جوړېږي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته به د هېواد په ټولو لېسو کې د ازموینو پوښتنې په مرکزي او معیاري ډول ترتیبېږي.

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال مولوي عبدالحق صادق ویلي، د لېسې دورې ازموینې به د مرکز له لوري تنظیم او کنټرولېږي، څو د ازموینو شفافیت، کیفیت او یو شان معیار خوندي شي.

د نوموړي په وینا، د دې نوې طرحې موخه دا ده چې په ټول هېواد کې د زده‌کوونکو ارزونه په واحد معیار ترسره شي او د ازموینو په بهیر کې احتمالي ستونزې کمې شي.

بل لور ته، د پوهنې وزارت مسوولینو ویلي چې د دغه وزارت له ۱۹۰۰ تازه منظور شویو بستونو څخه ۱۰۶۰ بستونه نن د ازادې سیالۍ له لارې اعلان شوي دي.

دوی زیاتوي، دا بستونه به د شفاف رقابت له لارې وړ کسانو ته ورکړل شي، څو د پوهنې سکټور کې اداري او مسلکي ظرفیت پیاوړی شي.

کابل او تاشکند؛د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د اوزبیکستان د قاره‌قالپاقستان د عالی مجلس د لوړ پوړي پلاوي ترمنځ په یوه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو بحث شوی.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، له اوزبیک لوري سره د صادراتو د زیاتوالي، ګډو پانګونو او صنعتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

د راپور له مخې، په غونډه کې د افغانستان د مهمو صادراتي توکو لکه پنبې، ډبرو سکرو، تازه او وچو مېوو د صادراتو د پراختیا ترڅنګ، د خوړو او ساختماني سکتورونو د پیاوړتیا، د درملو تولید، د معدني موادو پروسس او د ګرځندوی صنعت د ودې په اړه هم نظرونه تبادله شوي.

همدارنګه دواړو لورو د نړیوالو ګډو نندارتونونو د معیاري کولو او د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا پر اړتیا ټینګار شوی.

بل خوا، د اوزبیکستان پلاوي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د قزاقستان، قرغیزستان او روسیې په بازارونو کې د سوداګرۍ خونې پرانیزي، څو د افغانستان د صادراتي توکو د بازارموندنې او لېږد بهیر لا پیاوړی شي.

د خبر پاڼې له مخې، په مقابل کې، افغان لوري د ترمز په بازار کې د قاره‌قالپاقستان د همغږۍ د دفتر د جوړېدو غوښتنه وکړه، څو د دواړو هېوادونو خصوصي سکتور ته د مستقیمو اړیکو او سوداګریز تعامل زمینه برابره شي.

د افغان لوري په وینا، د حیرتان په بندر کې د دوه زره جریبه ځمکې په اندازه ځانګړی اقتصادي زون د پانګونې لپاره ځانګړی شوی، چې د اوزبیکستان پانګوالو ته مهم فرصت بلل کېږي.

تمه ده چې د اوزبیکستان لوړ پوړی پلاوی به د بلخ ولایت د سفر په ترڅ کې په مزارشریف کې د خپل هېواد د تولیداتو او محصولاتو نندارتون هم پرانیزي، چې هدف یې د سوداګریزو اړیکو لا پراختیا بلل کېږي

د بریتانیا سمندري اداره:د قطر ساحل ته نږدې پر بار وړونکې بېړۍ توغندیز برید شوی

د بریتانیا د سوداګریزې سمندري بېړۍ چلونې ادارې ویلي، د قطر ساحل ته نږدې پر یوې بار وړونکې بېړۍ توغندیز برید شوی دی.

د راپور له مخې، دا پېښه د قطر له ساحلونو شاوخوا ۲۳ میله لرې رامنځته شوې، چې له برید وروسته په بېړۍ کې اور ولګېد، خو وروسته د بېړۍ عملې اور مهار کړی دی.

یادې ادارې زیاته کړې چې په دې پېښه کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

محمود خان اڅکزی:پاکستان کې باید ژر تر ژره موقت حکومت رامنځته او شفافې ټاکنې وشي

د پاکستان د اپوزیسیون ګوند مشر او پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د موقت حکومت د جوړېدو او د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اڅکزي په خپله فېسبوک پاڼه ویلي، چې هېواد باید د قانون او ډیموکراسۍ پر بنسټ اداره شي، عدلي نظام خپلواک وي، رسنۍ ازاد فعالیت وکړي او پوځ له سیاسي چارو لرې وساتل شي.

اڅکزي له سیاسي ګوندونو او ملي شخصیتونو هم غوښتي چې د هېواد د راتلونکي سیاسي جوړښت لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

زردشت شمس:د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني کارتونو وېش د اندېښنې وړ موضوع ده

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پخواني مرستیال زردشت شمس ویلي، د اروپايي هېوادونو تابعیت اخیستل د پاکستان له تابعیت سره توپیر لري، ځکه د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ نه دایمي دښمني شته او نه هم ستراتېژیکې ګټې په بشپړ ټکر کې دي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، څو ورځې وړاندې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له‌خوا یو برتانوي وګړی وروسته له هغې له تابعیته محروم کړای شو چې د روسیې تابعیت یې اخیستی و، ځکه د برېتانیا او روسیې اړیکې ترینګلې دي او ګټې یې یو له بل سره په ټکر کې دي.

زردشت شمس پوښتنه کړې چې “آیا پاکستان به کله هم د هند اتباعو ته تابعیت ورکړي؟”.

د هغه په خبره، د یوه افغان لپاره د پاکستان شناختي کارت یا پاسپورټ لرل نه یوازې د شرم وړ خبره ده، بلکې حقوقي ستونزې هم لري، ځکه ډېری کسان یې د جعلي اسنادو له لارې ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړې، هغه افغانان چې پاکستاني اسناد لري، نه په پاکستان کې په ښکاره ځان افغان معرفي کولی شي او نه هم په افغانستان کې په رسمي ډول د پاکستان تابعیت اعلانولی شي، ځکه د افغانستان قوانین دا اجازه نه ورکوي.

د افغانستان سفارت پخواني مرستیال همداراز خبرداری ورکړی چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو، په ځانګړي ډول ګوشتې، لالپورې او د کونړ په ځینو برخو کې د پاکستان له‌خوا د شناختي کارتونو وېش د جدي اندېښنې وړ مسئله ده او دې موضوع ته باید جلا او پراخ بحث وشي.

ولادیمیر پوتین:د اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په لور روانه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په لور روانه ده او هیله یې څرګنده کړې چې د ایران اړوند شخړه هم ژر پای ته ورسېږي.

د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له چین سره د ګازو او تېلو د مهمو تړونونو لاسلیک ته نږدې شوی دی.

پوتین زیاته کړې چې د سلواکیا لومړي وزیر ورته ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي چمتو دی چې ورسره مخامخ لیدنه وکړي، او که د سولې هوکړه وشي، دا لیدنه به په درېیم هېواد کې ترسره شي.

هغه د خبرو اترو د اسانتیا لپاره له امريکا مننه کړې، خو ټینګار یې کړی چې دا د روسیې او اوکراین ترمنځ موضوع ده.

بل لور ته، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ به د مې د ۹، ۱۰ او ۱۱ نېټو لپاره درې ورځنی اوربند نافذ وي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې په دې موده کې به دواړه هېوادونه د “بریا ورځې” مراسم ترسره کوي، او همدارنګه به د دواړو خواوو ترمنځ د زر ـ زر د بندیانو تبادله هم وشي.

د اروپا ټولنې استازې:اروپايي اتحادیه د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده

په کابل کې د اروپايي اتحادیې استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار د اروپا ورځې په مناسبت ویلي، اروپايي اتحادیه د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو او ملاتړ ته ژمنه پاتې ده.

بوسکوویچ پوهار په خپله اېکس ټینګار کړی چې د افغانانو عزت، زغم او راتلونکی د اروپايي اتحادیې لپاره مهم ارزښت لري.

د نوموړې په وینا، هره دنده چې رامنځته کېږي، هر ماشوم چې زده‌کړې ترلاسه کوي او هره کورنۍ چې ملاتړ کېږي، د ثبات او سولې لپاره پانګونه بلل کېږي.

فاکس‌نیوز:د ایران سره د خبرو د ناکامۍ په صورت کې امریکا پوځي اقدام ته چمتو ده

فاکس‌نیوز راپور ورکړی چې که د واشنګټن او ایران ترمنځ روانې خبرې ناکامې شي، ښايي امریکا ژر د تهران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره اقدام وکړي.

راپور د امریکا د هوايي ځواک د متقاعد جنرال ډيويډ ډپټولا له قوله لیکلي چې که مذاکرات له منځه ولاړ شي، امریکا به هڅه وکړي د ایران هغه فشاروونکي او نظامي ابزار له منځه یوسي چې تهران یې د نفوذ او فشار لپاره کاروي.

د هغه په وینا، هغه وړتیاوې چې ښايي د امریکا د احتمالي هدفونو په مرکز کې وي، پکې بالستیک توغندي، کروز توغندي، هوايي دفاعي سیسټمونه، سمندري بریدیز تجهیزات، د قوماندې او کنټرول شبکې، د سپاه پاسداران اړوند بنسټونه، د نیابتي ځواکونو د ملاتړ لارې او اټومي تاسیسات شامل دي.

بل لور ته، د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلس فاکس‌نیوز ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ ټول انتخابونه پر مېز ساتلي او هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

هغې زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره ټول ممکن انتخابونه په پام کې نیولي دي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا د ملت اساسي دریځ دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې تازه نظرپوښتنې پایلې مهمې بللي او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو مخنیوی د امریکا د ملت اساسي دریځ دی.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیال» کې هغه راپور بیا خپور کړی چې پکې ښودل شوې، ډېری امریکايي رایه ورکوونکي د جګړې تر ژر پای ته رسېدو د ایران د اټومي پروګرام مخنیوی مهم ګڼي.

هغه لیکلي: «دا ډېر مهم دی، دا زموږ د ملت دریځ دی.»

د ټرمپ له لوري د خپرې شوې نظرپوښتنې له مخې، ۵۳ سلنه ګډونوالو ویلي چې د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو مخنیوی تر جګړې د پای ته رسولو لومړیتوب لري.