د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په لور روانه ده او هیله یې څرګنده کړې چې د ایران اړوند شخړه هم ژر پای ته ورسېږي.
د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له چین سره د ګازو او تېلو د مهمو تړونونو لاسلیک ته نږدې شوی دی.
پوتین زیاته کړې چې د سلواکیا لومړي وزیر ورته ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي چمتو دی چې ورسره مخامخ لیدنه وکړي، او که د سولې هوکړه وشي، دا لیدنه به په درېیم هېواد کې ترسره شي.
هغه د خبرو اترو د اسانتیا لپاره له امريکا مننه کړې، خو ټینګار یې کړی چې دا د روسیې او اوکراین ترمنځ موضوع ده.
بل لور ته، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ به د مې د ۹، ۱۰ او ۱۱ نېټو لپاره درې ورځنی اوربند نافذ وي.
ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې په دې موده کې به دواړه هېوادونه د “بریا ورځې” مراسم ترسره کوي، او همدارنګه به د دواړو خواوو ترمنځ د زر ـ زر د بندیانو تبادله هم وشي.

